BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 10:13 گرينويچ 2006 ,24 فبروري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
افغانستان د منځني ختيځ په اتلوليو کې دويم شو
کريکټ
دا لومړى ځل دى چې د افغانستان کريکټ لوبډله د سياليو پايلوبې ته رسيږي
د افغانستان د کريکټ لوبډله په کويت کې له بحرين سره د اسيا د کريکټ شورا د منځني ختيځ د اتلوليو په پايلوبه کې نن په دويم نمبر پاتې شو .

افغانستان لومړى منډې پيل کړې او ټول لوبغاړي يې په ٤٨.٤ اوورونو کې په ١٩٤ منډو وسوځيدل .

د افغانستان له لورې کپتان ريس احمدزي ٣٦ منډې او نصير ٤٩ مندې وکړې خو نور لوبغاړي يې هغسې ونه ځليدل لکه د دغو سياليو په لومړي پړاو کې چې ځليدلي وو .

بحرين د ٧ لوبغاړو په سوځيدو دغه هدف ترلاسه کړ .

دا لومړى ځل دى چې د افغانستان کريکټ لوبډله د سياليو پايلوبې ته رسيږي .

بحرين دوه کاله وړاندې د منځني ختيځ اتلولۍ پايلوبې له عمان څخه په دې بايللې وې چې د لومړي پړاو په يوه لوبه کې پاتې راغلى و حال دا چې په پايلوبه کې يې منډې سره برابرې وې .

د بحرين لوبډله له داسې لوبغاړو ډکه ده چې د هند او پاکستان له هيوادونو ورغلي دي . په دغو هيوادونو کې د کريکټ لوبه خورا ډير مينه وال او تکړه لوبغاړي لري .

د اسيا د کريکټ شورا د منځني ختيځ په دغو اتلوليو کې بحرين ، افغانستان ، کويت ، سعودي عربستان او ايران برخه اخيستې وه .

په پايلوبه کې د افغانستان دغو لوبغاړيو لوبه وکړه :
ريس احمد زى ( کپتان ) نصير ، نوروز منگل ، هستي گل ، نبي ، دولت احمدزى ، سميع شينوارى ، نور علي ، شاپور ځدراڼ او احتياطي لوبغاړى ( محمد اصغر )


ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت