BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 14:20 گرينويچ 2006 ,22 فبروري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
افغانستان د کريکټ سياليو پايلوبې ته ورسيد
کريکټ
دا لومړى ځل دى چې افغانستان د منځني ختيځ په کريکټ سياليو کې برخه اخلي
د منځني ختيځ د کريکت په سياليو کې د افغانستان لوبډله د جمعې د ورځې پايلوبو ته ورسيده .

افغانستان په دغو سياليو کې په لومړي ځل گډون کوي . پايلوبې ته د رسيدو وياړ يې په داسې وخت کې تر لاسه کړى دى چې له ايران سره يې لوبه د باران ښکار شوه .

نن د چهار شنبې په ورځ ( د کب ٣ د فبروري ٢٢ ) يو وار بيا د تيرې شپې د باران له امله افغانستان ونه کړى شول چې خپله دويمه پرله پسې لوبه بشپړه کړي .

پرون له بحرين سره هم د افغانستان لوبه د باران له امله نيمگړې پاتې شوې وه .

د نن په يوې بلې لوبې کې کويت بحرين ته په پنځو منډو ماتې ورکړه . د دغو اتلوليو د لومړي پړاو وروستۍ لوبه سبا د سعودي عربستان او ايران ترمنځ کيدونکې ده .

تر اوسه په شويو لوبو کې افغانستان سعودي عربستان او کويت ته ماتې ورکړي دي او له بحرين او ايران سره يې لوبې د باران له امله نيمگړې پاتې شوي دي . په دې توگه افغانستان د ١٨ پواينټونو په لرلو تر ټولو وړاندې دى .

کوربه هيواد کوين ايران او بحرين ته ماتې ورکړي خو له افغانستان او سعودي عربستانه يې لوبې بايللي دي په دې ډول کويت ١٢ پواينټه لري .

بحرين له ايران او سعودي عربستان څخه لوبې گټلي ، له کويت څخه يې بايللې او له افغانستان سره يې لوبه نيمگړې پاتې وه ، د بحرين ټول پواينټونه ١٥ کيږي .

سعودي عربستان له کويت څخه لوبه گټلې خو له افغانستان او بحرين څخه يې لوبې بايللي دي . له ايران سره به د سعودي لوبه د ډيرو په گومان د ايرانيانو په ماتې تماميږي ځکه چې د سعودي عربستان لوبډله خورا پياوړې بلل کيږي . سعودي که دغه لوبه وهم گټي پواينټونه به يې ١٢ وي .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت