BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 20:06 گرينويچ 2006 ,20 فبروري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
يوۀ افغان د برتانيا د کيک باکسينک اتلولي وگټله
سوک
احسان شفيق ويل دا يې اول وار و چې په کيک باکسينگ کې يې برخه اخيسته .
احسان شفيق د کانفو لوبغاړى دى دا چې په کيک باکسينگ کې د برتانيا د اتلوليو وياړ ترلاسه کوي په دې ډير مهم ښکاري چې په لومړي وار يې دغو سياليو ته وردانگلي دي .

دۀ د ناټينگهم په ښار کې د برتانيا په کچه د ٣٠٠ کلبونو په سياليو کې د ٧٥ کيلوگرامه وزن په سيالي کې گډون وکړ او د سرو زرو مډال يې خپل کړ .څ

له بي بي سي پښتو وېبپاڼې سره د خبرو پر وخت احسان شفيق وويل د برتانيا په کچه يې ٤ وارې د کانفو په لوبو کې اول مقام گټلى دى .څ

دۀ وويل (( تير کال مې په جرمني کې د برتانيا په استازيتوب په کانفو لوبو کې اول مقام خپل کړ . ))

شفيق هيله من دى چې د ٢٠٠٦ کال په المپيک لوبو کې به د برتانيا په استازيتوب برخه واخلي .

(( په برتانيا کې اوس زموږ ډير زړۀ ساتي چې د المپيک لوبو لپاره تيار شو . ))

احسان شفيق خپله هم د يوۀ کلب چلوونکى دى او نوي لوبغاړي روزي .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت