BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 14:22 گرينويچ 2006 ,24 مارچ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
افغانستان د کريکټ لوى کلب ته ماتې ورکړه
افغان لوبغاړي
د افغانستان کپتان ريس احمدزى او تکړه لوبغاړى دولت احمدزى په خپل بري حيرانه نه دي
د افغانستان دکرکټ ملي لوبډلې پرون ( د وري ٣ د مارچ ٢٣ ) د هندوستان په ممبۍ ( بمبۍ ) ښارکې دانګلستان د مېرليبورن کريکټ کلب ته په ١٩٦ منډو ماتې ورکړه .

د ميرليبورن کريکټ کلب چې د ايم سي سي په نامۀ مشهور دى د نړۍ يو له مخکښو کريکټ کلبونو څخه گڼل کيږي چې د دغې لوبې د خپرولو او د قوانينو په جوړولو کې لوى لاس لري .

د ايم سي سي په لوبډله کې د انگلستان ځينې تکړه لوبغاړي لکه پخوانى کپتان مايک گېټينگ هم لوبيدۀ چې له افغانستان سره په لوبه کې يې د ايم سي سي کپتاني کوله .

په دغه لوبه کې افغانستان په ټاکل شويو ٤٠ اوورونو کې ٣٦٠ مندې جوړې کړې .

دافغانستان له خوا محمد نبي په ٣٩ بالونو (توپونو) ١١٦ منډې وکړې چې ٧٢ منډې يې د شپږ منډو په مټ وې .،دغه راز کپتان رييس احمدزي او محمد ناصر ٥٦، ٥٦ او کريم صادق ٤٠ منډې جوړې کړې .

ايم سي سي ايله ١٧٢ منډې وکړې او ټول لوبغاړي يې وسوځيدل . دافغانستان له خوا هستي ګل څلور، دولت احمدزي ٢ ، ناصر او نبي يو يو لوبغاړي وسوځول .

د افغانستان ملي لوبډله د ايم سي سي په غوښتنه هندوستان ته تللى و . ايم سي سي له هغو هيوادونو سره تل لوبې کوي چې په کريکټ کې نوي غوړيدلي وي . سږ کال به ايم سي له چين ، بوتسوانا سره هم لوبې کوي .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت