|
گيټينگ:له افغانستان سره د لوبې پر موقع وياړم | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د انگلستان د ميرليبورن کريکټ کلب چې د ايم سي سي په نامۀ مشهوره دىاو په نړۍ کې د کريکټ د قوانينو په جوړولو کې برلاسې لوبډله ده د پنجشنبې په ورځ ( د وري ٣ د مارچ ٢٣ ) په هند کې د افغانستان له ملي کريکټ لوبډلې سره لوبه کوي . د ايم سي سي د کلب کپتان د انگلستان پخوانى کپتان مايک گېټينگ دى . دغه لوبډله په نړۍ کې له هغو هيوادونو سره لوبه کوي چې د کريکټ لوبه پکې نوې غوړيدلې وي . ايم سي سي نيت لري چې په روان کال کې له چين ، بوتسوانا او زمبيا سره هم لوبې وکړي . مايک گيټنگ له افغانستان سره د لوبې په باب په لېوالتيا وويل : (( زۀ خوښ يم دا موقع مومم چې له افغانستان سره په دې تاريخي لوبې کې د ايم سي سي کپتاني کوم . په تيرو څو کلونو کې په افغانستان کې کريکټ لوبه خورا په چټکۍ خپره شوې ده . موږ له دغۀ بهير سره مرستې ته لېواله يوو . )).
د ايم سي سي مشر رابين مارلر وويل : (( په افغانستان کې په جدي ډول د کريکټ لوبې پيل څو کاله وړاندې هغه وخت وشو چې د ايم سي سي يوۀ غړي مارک سکراس ډيکنز زموږ په يوې غونډې کې ياده کړه چې په افغانستان کې کريکټ لوبه خورا ډير مينه وال لري . )) ايم سي سي په ٢٠٠٢ کال کې د افغانستان د يوې کريکټ لوبډلې او په کابل کې د نړيوالو سوله ساتو سرتيرو ترمنځ هم د کريکټ يوه لوبه تنظيم کړې وه . د افغانستان کريکټ ملي لوبډلې په دې وروستيو کې د پام وړ لاسته راوړنې لرلي دي . تيره مياشت افغان لوبغاړي د منځني ختيځ د کريکټ په اتلوليو کې پايلوبې ته ورسيدل . تير کال د افغانستان تر ١٥ کالو د کم عمر لوبغاړي هم په نړيوال ډگر کې ښه ځليدلي وو . | ورسره تړلي نور خبرونه افغانستان د منځني ختيځ په اتلوليو کې دويم شو24 فبروري, 2006 | خبرونه افغانستان د کريکټ سياليو پايلوبې ته ورسيد22 فبروري, 2006 | خبرونه د کريکټ په سياليو کې افغانستان پر مخ لاړ21 فبروري, 2006 | خبرونه افغانستان ايران ته په کريکټ لوبه کې ماتې ورکړه14 نومبر, 2005 | خبرونه افغانستان په کريکټ لوبه کې له ايران سره سيالي کوي10 نومبر, 2005 | خبرونه افغانستان به د اسيا د ١٩ کلنو په کريکټ سيالو کې برخه اخلي08 اکتوبر, 2005 | خبرونه افغانستان بروناى ته هم ماتې ورکړه08 اگست, 2005 | خبرونه افغانستان ، نيپال ته ماتې ورکړه05 اگست, 2005 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||