|
د عراق حکومت د امريکا لپاره سرخوږى دى | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په عراق کې د امريکا سفير زلمي خليلزاد ويلي دي متحد ايالات به پر هغه حکومت پيسې ودروي چې د ټولو عراقيانو استازيتوب نه کوي . ښاغلي خليلزاد د توکمپالنې د زياتيدلو پر خطرونو خبرې وکړې او ويې ويل چې د عراقي ټولنې جلا والي په هغۀ هيواد کې پر هر څه اغيز کړى دى . د متحدو ايالاتو د سفير دا څرگندونې داسې ښکاروي چې په عراق کې له سياسي او امنيتي پرمختياو څخه امريکاييان زړۀ تنگي شوي دي . په دې وروستيو کې توکميز تاوتريخوالى ډير شوى او دغلته له ټاکنو دوه مياشتې وروسته لا هم د نوي حکومت جوړولو لپاره د خبرو اترو نخښې نشته . نوى پارلمان به په لومړي ځل په همدې روانه اوونۍ کې سره ويني ښاغلى خليلزاد به په هيله وي چې د دۀ دا څرگندونې به د ولسي جرگې نوي غړي دقت ته اړ باسي . دى په ځانگړې توگه د دفاع او کورنيو چارو وزيرانو ته اندېښمن دى چې څوک به وي ، همدا دوه تر ټولو ډير حساس وزارتونه دي همدا دواړه وزارتونه له باغيانو سره د جگړې ، د زندانونو د چلولو او د امن او امان د راوستو مسووليت لري . د کورنيو چارو اوسنى وزير بيان جبار د لوى شعيه ايتلاف غړى دى چې په ټاکنو کې يې ډيرې څوکۍ گټلي دي او په دې ټينگار کوي چې دغه وزارت بايد له دوى سره پاتې شي . خو سني عربانو غوښتنه کړې ده چې ښاغلى جبار دې ليرې شي . دوى ادعا کوي چې يوې وژونکې ډلې د دوى ټبر په نخښه کړى دى ، دغه ډله له کورنيو چارو وزارت سره تړاو لري او يا يې ان يوه برخه ده . د دغه وزارت له خوا په کنتروليدونکو زندانونو کې له زندانيانو سره د بد چلند رپوټونه هم ورکړل شوي دي . له خپله اړخه د کورنيو چارو وزارت دا خبره ردوي چې گواکې دوى سنيان په نخښه کړي دي دوى استدلال کوي چې ډير کله دغه ادعاوې له مبالغو ډکې وي . خو سنيان په اوسنۍ بڼه پر دغۀ وزارت باور نه کوي چې د ځان په باب به پلټنې وکړي او نا مطلوبه عناصر به ختم کړي . د ښاغلي خليلزاد دا وروستۍ څرگندونې داسې ښيي چې ښايي دى هم په همدې نظر وي او شايد د نوي حکومت د جوړيدو په برخه کې لا ډيره فعاله ونډه واخلي . | ورسره تړلي نور خبرونه له عراقه د سرتيرو د ايستلو ايراني غوښتنه رد شوه17 فبروري, 2006 | خبرونه امريکايي افسر پړ وخوت22 جنوري, 2006 | خبرونه د عراق شعيه ايتلاف له سنيانو سره خبرو ته چمتو دى22 جنوري, 2006 | خبرونه عراقيان د خرابې امنيتي وضعې سره سره خوشبين دي12 دسمبر, 2005 | خبرونه بوش د دفاع له وزير سره پر عراق خبرې وکړې 30 نومبر, 2005 | خبرونه امريکا له ايران سره پر عراق خبرې کوي29 نومبر, 2005 | خبرونه عراق د صدام د پېر پوځي افسران بيا ورغوښتي دي03 نومبر, 2005 | خبرونه عراقي سنيانو د اوربند وړانديز وکړ08 اکتوبر, 2005 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||