BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 00:10 گرينويچ 2005 ,03 نومبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
عراق د صدام د پېر پوځي افسران بيا ورغوښتي دي
عراقي پوځ
داسې اټکل دى چې په اوسني عراقي پوځ کې هم ډير کسان د پخواني رژيم دي .
د عراق د دفاع وزارت پر هغو پخوانيو افسرانو چې د صدام حسين په رژيم کې يې کار کړى دى غږ کړى چې پوځ ته بيا ورگډ شي .

دغه وړانديز هغو ټولو افسرانو ته دى چې د جگړن تر رتبې رسيدلي وو .

د عراق يوۀ دولتي وياند لطيف کوبا بي بي سي ته وويل وزيران په دې وپوهيدل چې په ډير لنډ وخت کې له هيڅ څخه د پوځ جوړول ناشوني دي .

د دفاعي چارو لپاره د بي بي سي خبريال وايي دا چې د صدام حسين په پاشل شوي پوځ کې ډير افسران سنيان وو نو اوس پوځ غواړي چې هغوى بيرته ورشي او د عراق په سني مېشتو سيمو کې ځاى پر ځاى شي چې باغيان پکې ډير پياوړي دي .

داسې اټکل دى چې د عراق د اوسنيو افسرانو په سلو کې اويا کسانو هم په پخواني رژيم کې کار کړى دى .

دعراق ازادو افسرانو او د ملکي غورځنگ عمومي منشي نجيب ال صالحي پردې اعلان انتقاد کړى او ويلي يې دي چې دى باور نلري چې عراقي چارواکي د يو رېښتني ملي پوځ د جوړيدو په وړاندي جدي دي .

د صدام حسين د واکمنۍ پر مهال ال صالحي پخپله د عراق په پوځ کې دنده تر سره کړې ده او د نوموړي غورځنگ د جنوري په مياشت کې په پارلماني انتخاباتو کې برخه اخيستې وه.

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت