BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 01:42 گرينويچ 2006 ,22 جنوري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د عراق شعيه ايتلاف له سنيانو سره خبرو ته چمتو دى
عراق
د عراق شعيه ايتلاف پارلماني ټاکنې گټلي خو دومره څوکۍ يې په برخه نه شوې چې په يوازې سر حکومت جوړ کړي .
د عراق هغه شعيه مسلمان ايتلاف چې د تيرې مياشتې د ټاکنو گټونکى اعلان شوى وو ، وايي دوى د داسې يوۀ حکومت د جوړولو پر هلو ځلو لاس پورې کړى دى چې د ملي يووالي به وي .

متحد عراقي ايتلاف دوه کمېټې جوړې کړي دي چې په نوي پارلمان کې له کردي او سني ډلو سره خبرې اترې وکړي .

دا ويل شوي چې دوى پر اساسي قانون باندې بيا غور ته چمتو دي چې سنيان يې غوښتنه لري خو د دغۀ ايتلاف يوۀ لوړ پوړي غړي بي بي سي ته وويل يوازې هغه وخت به سنيان ايتلافي حکومت ته وروبلل شي چې له باغيانو سره مقابله او مبارزه وکړي .

دوو لويو سني ډلو ويلي چې دوى به له شيعه گانو او کردانو سره د يوۀ ايتلاف لپاره کار وکړي .

په بغداد کې د بي بي سي يو خبريال وايي اوس د جمعې د ورځې په پرتله چې د ټاکنو پايلې پکې اعلان شوې وې ، د ملي يو والي د يوۀ حکومت جوړيدو ته ډيرې هيلې شته .

لوى شعيه مذهبي ايتلاف د کردانو او سنيانو تر لويو ډلو يو په دوه ډيرې څوکۍ گټلې دي خو د بشپړ اکثريت په ترلاسه کولو بريالي شوي نه دي .

بل پلو د عراق په شمال کې سيمه ييز کردي پارلمان داسي پلانونه منلي چې د دوو کلونو په ترڅ کې د دوو لويو کردي ډلو ادارې سره يو کړي .

عراقي ولسمشر جلال طالباني چې دغه تړون له سيمه ييز کردي مشر مسعود بارزاني سره لاسليک کړ ، وويل دا يوه مهمه پرمختيا ده چې د کردانو خپلواکه سيکه به خوندي کړي .

تر دې وړاندې د ښاغلي طالباني د کردستان وطن پالي اتحاد د سليمانې ولايت چلاوۀ او د ښاغلي بارزاني ديموکراتيک گوند د اربيل او دوهاک سيمو مسووليت درلود .

د شوي تړون ترمخه به د کردستان وطن پاله اتحاد د عدليې ، کورنيو چارو او ښوونې و روزنې واک ولري او ديموکراتيک گوند به د ماليې او دفاع دڅانگو مشري په غاړه لري .


ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت