|
دعراق دټاکنوپه اړه ددې هيوادنه بهرمثبت غبرگونونه ښوول شوى دى | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په ملگروملتونوکې درايه ورکولودچاروسلاکارکارلوس والين زويلا بي بي سي ته وويل که څه هم سونيانوپه سيموکې په ټاکنوکې دگډون دشميري پايلې ناڅرگندې دي خوپه عمومي ډول په مختلفوځايونوکې دخلکوگډون ترهغه څه لوړووچې تمه وه. ده دبيلگي په توگه موسول يادکړ چې دخلکودزياتي شميري له امله چارواکودرايه ورکونونوي صندوقونه کيښودل. دټاکنوپوره پايلې به دوې اوونۍ وروسته څرگنديږي.نوى ملي مجلس به ولسمشر ټاکي اونوى اساسي قانون به جوړوي. فرانسې اوجرمني چې دواړه دعراق دنيواک ضد وو ويلى چې ددموکراسى خواته دليږد په لاره کې سترگام اخيستل شوىدى.ولسمشر جورج بوش اولومړي وزير توني بيلير داټاکنې يومهم اوتاريخي برى بللى دى . په واشنگتن کې دبي بي سي خبريال وايي چې په سپينه ماڼى کې له ټاکنودملاتړفظا واکمنه ده .خوله چين نه دانديښنې غږ راپورته شوى اوهلته دومره هيلمن نه بريښي. دچين رسمى رسنيوڅرگنده کړى چې درايه ورکونوپه مرکزونوکې تاوتريخوالى وواودهيوادوضعه ناڅرگنده اوکړکيچنه ده . خوپه منځنى ختيځ کى دايران په گډون ډيرهيوادونه دغوټاکنوته دهيلې په سترگه گورى. |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||