BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 13:32 گرينويچ 2005 ,23 دسمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
امريکا له عراقه دوه لواوې وباسي
کرزى او رمسفيلډ
تر عراق وړاندې په کابل کې هم امريکايي وزير ويلي وو چې راتلونکى کال به له افغانستانه يو شمير امريکايي سرتيري وځي .
ښاغلى رمسفيلډ عراق ته د ناڅاپي سفر پر مهال بغداد او د فلوجا کړکېچن ښار ته ورغى.

هغه وويل چې امريکا به په عراق کې له خپلو اصلي ځواکونو څخه دوې جگړه ييزې لواوې کمې کړي چې د ٥٠٠٠ يا ٨٠٠٠ سرتېرو په شاوخوا کې کېږي او په دې ډول يې د عراقي ځواکونو چمتووالي ته گوته ونيوله چې د خپل هيواد د امنيت چارې به پر خپله غاړه اخلي.

دامريکايي ځواکونو شمېر بيا بيا اوښتى دى، چې اوس نژدې ١٥٠ زرو ته رسېږي.

ښاغلي رمسفيلډ وويل د جگړه ييزو ځواکونو شمېر به کم کړى شي، خو د هغو پوځيانو په شمېر کې به يوه ناڅرگنده اندازه زياتوالى راځي چې د عراقي پوځيانو په روزلو بوختېږي.

ښاغلي رمسيفيلډ د امريکايي پوځيانو يوې غونډې ته وينا کوله.

هغه وويل امريکا سملاسي په عراق کې د کومې تلپاتې پوځي اډې د جوړلوټاکلى هوډ نلري او د پوځيانو د هرډول راتلونکې ځاى پرځاى کونې په اړه ټولې خبرې به هغه مهال ته پرېښودل شي چې د عراق نوى حکومت په کار پيل کوي. او دا هغه څه دي چې د هغه په وينا ښايي اوونۍ او يا مياشتې ونيسي.

تر عراق وړاندې ښاغلې رمسفيلډ د افغانستان د سفر په ترڅ کې هم ويلي وو چې د ٢٠٠٦ کال په ترڅ کې به له هغۀ هيواده هم يو شمير سرتيري وباسي .


ورسره تړلي نور خبرونه
رمسفيلډ چين ته رسيدلى دى
18 اکتوبر, 2005 | خبرونه
رمسفيلډ قرغيزستان ته رسيدلى
14 اپريل, 2005 | خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت