 |  واشنگتن وايي طالبان اوس تر ډېره ځپل شوي | د امريکا د دفاع وزير دونالد رمسفيلډ په يوۀ ناڅاپي سفر افغانستان ته رسېدلى دى. نوموړي په کندهار کې له امريکايي پوځيانو سره د هغو په هډه کې وکتل. د افغانستان په جنوب لويديځو سيموکې اورپکي لاهم فعال دي خو واشنگتن وايي طالبان اوس تر ډېره ځپل شوي او په وړو چريکي ډلو بدل شوي دي. ښاغلى رمفسيلډ له کندهاره کابل ته ور روان دى چې هلته به له ولسمشر حامد کرزي سره او د دفاع له وزير سره وگوري. ويل کيږي چې د دوى خبرې به تر ډېره د طالبانو او د القاعدې پر ضد د جگړې پر دوام، د نشه يي توکو پر ضد مبارزې او په افغانستان کې د امريکايي پوځيانو پر راتلونکې ورټولې وي. |