BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 15:53 گرينويچ 2005 ,21 دسمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
دونالد رمزفلد : له افغانستان څخه به خپل ٣٠٠٠ عسکر وباسو

دونالد رمزفلد او حامد کرزى
د امريکا دفاع وزير دونالد رمزفلد په افغانستان کې د امريکا د خصوصي پټو زندانونو څخه بې خبري وښوده
امريکا وايي په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د کمولو سره سره به د امنيت د ټينگولو په برخه کې مرستو ته دوام ورکړي.

نوموړي چى د افغانستان له ولسمشر حامد کرزي سره په يو گډ خبري کنفرانس کې خبرې کولې ، په افغانستان کې د پارلمان له جوړيدو څخه هم هرکلىوکړ .

د امريکا ددفاع وزير دونالد رامز فلد ، په افغانستان کې دملي شورا له پرانيستنې هرکلى وکړ او باور يي وښود چې په تير و څلورو کلونو کې په هيواد کې د اقتصاد او بيارغونې په برخو کې د پام وړ پرمختگونه رامينځته شويدي .

دارنگه نوموړي داهم وويل ، له دې سره چې د راتلونکي کال په پسرلي کې په افغانستان کې د دوى د شل زره کسيز پوځ څخه ، درې زره يي له دې هيواد څخه وځي ، خو ډاډ يې ورکړ چې په دې هيواد کې به د تر ه گرۍ په وړاندې په جگړه او د افغان د ملي پو ځ د جوړولوپه بهير کې کوم بدلون رامينځته نه شي .

((امريکا به په افغانستان کې دوامداره رول ولري . موږ ، د افغانستان د امنيتي ځواکونو پراختيا او پياوړي کولو ته دوام ورکوو او د تره گري په وړاندې د ائتلافي ځواکونو د لارښوونې دنده پر غاړه لرو . موږ د ناتو يا شمالي اتلانتيک د تړون د غړي په توگه ، په افغانستان کې ددغو ځواکونو په دندو کې هم شريک يو . نوځکه غواړم ووايم چې زموږ د يو شمير ځواکونو په وتلو سره ، په دي هيواد کې به ددوي په فعاليتونو کې کمى رانشي .))

نوموړي په دې اړه د ېوي پو ښتنې په ځواب کې چې گواکې د افغانستان د امنيتي ستونزو له کبله ،د هغوي ددغو ځواکونو و تل مناسب مهال نه گڼل کيږي ، وويل چې له ېوې خوا تر پخوا د افغانستان امنيتي ځواکونه پياوړي شوي او له بل لوري امنيت هم ښه شوى دى .

بل لورته ، د افغانستان ولسمشر حامد کرزى هم باور ښيي چې له افغانستانه د امريکا د يو شمير ځواکونو وتل به په دي هيواد کې د ترگرۍ په وړاندي پر جگړې ناوړه اغيز ونکړي .

((په دې اړه موږ د امريکا ددفاع د وزير په گډون د دې هيواد له يو شمير چارواکو سره خبرې کړيدي .افغانستان د امريکا له لوري بشپړ ، باور لري او دغه هيواد ژمن دى چې د امنيت او نورو برخو کې له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي . زه فکر کوم چې د راتلونکي کال په پسرلي کې له افغانستان څخه د امريکا د يو شمير ځواکونو وتل ، دامانا نلري چي د تره گرۍ په وړاندي د جگړې په کچې کې کموالي رامينځته شي .))

په همدي حال کې ښاغلي رامز فلد دا ادعا چې گواکې پاکستان ، له خپلې خاورې افغانستان ته د اورپکو د اوړيدو په مخنيوي کې کافي هلې ځلې نه کوي ،سمه ونه منله او د ترهگره ۍ په وړاندې په جگړه کې يې د پاکستان ونډه ارښتمنه وبلله . خو له دې سره يې هېله څرگنده کړه چې افغانستان ، امريکا او پاکستان به پخپلو گډو هلو ځلو سره ، هغه ستونزې چې دامهال ددواړو هيوادونو په سرحدي سيمو کې شته دي ، اوارې کړي .

دغه راز د امريکا ددفاع وزير ، په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو پورې اړوند ، د هر ډول خصوصي پټو زندانونو له شتونه هم بېخبري وښودله .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت