 | | | له چين سره پوځي اړيکي او د شمالي کوريا د هستوي وسلو مساله د رمسفيلډ د سفر په اجندا کې مهمې خبرې دي . | د امريکا د د فاع وزير ډونلد رمسفېلډ په درې ورځني سفر نن ( د تلې ٢٦ د اکتوبر ١٨ ) چين ته رسېدلى دى.دى به خپل چينايي هم څنگ او د چين ولسمشر هو جنتاو سره گوري او د پوځي اړيکو په ښه کولو او له شمالي کوريا سره په تړاو د رامنځ ته شوو امنتي اندېښنو په لري کولو باندې غږيږي. چين ته په لاره کې له خبريالانو سره د خبرو پر مهال ښاغلي رمسفېلډ وويل چې د چين لخوا د خپل پوځ د عصري کولو هڅې او پوځي لگښتونو کې زياتوالي ډير خلک حيران کړي دي چې ددې ترشا څه هدفونه لري.
|