|
چين به د نړۍ تر ټولو ستر صادرونکى هيواد شي . | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
پر چين باندې په خپل لومړني رپورټ کې دغه ټولنه وايي تر ٢٠١٠ کال پورې ښايي د چينايي توکو او اسانتياو برخه د هيوادونو ترمنځ په سوداگرۍ کې په سلو کې ١٠ ته ورسيږي . چين د دغې ټولنې غړى هيواد نه دى . رپورټ وايي چې د چين چټکه اقتصادي وده د ورو کيدو کومه نخښه نه ښيي . په تيرو دوو لسيزو کې چين هر کال په سلو کې نهه وده لرلې ده . رپورټ وايي په راتلونکو پنځو کلونو کې به نړۍ ته د يوۀ صادرونکي هيواد په توگه چين تر متحدو ايالاتو او جرمني وړاندې شي . د اقتصادي همکارۍ او پرمختيا ټولنه وايي د چين په وده کې خصوصي سيکتور مهمه ونډه لرلې ده . دا د چين له لورې د خپلې تگلارې په بدلولو کې يو مخيز بدلون دى . اوس په اغيزمن اقتصادي فعاليت کې د بازار ځواک ډير پياوړى رول لري . خو له دې ټولو خبرو سره سره رپورټ يادونه کوي چې په چين کې لا هم د سوداگرۍ په قوانينو کې اصلاحاتو ته اړتيا شته . دغه راز د شتمنۍ د لرلو حقونه هم بايد ښه شي . رپورټ وايي لا تر اوسه دولتي سيکتور ډير لوى دى او تر ډيره سرچينې ضايع کوي . د بانکي سيکتور د اصلاح لپاره هم رپورټ وړانديزونه کوي او وايي چې د چين بانکونو ته د لويو پورونو ميراث پاتې دى چې پرې شوي نه دي . |
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||