|
ښاغلي کويي زومي پر جگړې بښنه وغوښتله | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د جاپان لومړي وزير کويي زومي په سرمشريزه غونډې کې د خپلې وينا په سر کې پر هغو کړو وړواو تيريو بښنه وغوښتله چې ددوهمې نړيوالې جگړې پر مهال د هغه هيواد پوځيانو په چين کې تر سره کړي و. له دې څخه هدف دا دى چې ددواړو هيوادونو ترمنځ په اړيکو کې رامنځ ته شوى درز بيا روغ کړي. د چين او جاپان ترمنځ کړکېچ هله راوټوکيدى چې جاپان د تاريخ د کتابونوپه متنونو کې بدلون راوست او چين وويل چې په دې سره جاپان غواړي چې د دوهمې نړيوالې جگړې پر مهال پر خپلو کړو وړو پردې وغوړوي. د اسيايي او افريقايي هيوادونو دې دوه ورځنۍ سر مشريزې غونډې ته چې د اندونيزيا په پلازمېنې جاکارتا کې کېږي د نړۍ ولسمشران، لومړي وزيران او د ملگرو ملتونو عمومي منشي کوفي عنان ورغلى دى. د افغانستان ولسمشر حامد کرزى هم په دې غونډ ې کې گډون لري. د باندونگ کنفرانس چې بنسټ يې په ١٩٥٥ کال کې ايښودل شوى وو موخه يي د اسيايي او افريقايي هېوادونو تر منځ د اقتصادي او سياسي همکارۍ زياتول دي. |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||