|
رمسفيلډ قرغيزستان ته رسيدلى | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
ټاکل شوې وه چې نوموړى په دغه هډه کې د پرتو نژدې زرو پوځيانو له ځېنو سره هم وگوري چې په گاونډي افغانستان کې د متحده ايالتونو پوځ ته لوژېستيکي مرستې ور روسوي. د امريکا د دفاع وزير سيمې ته د خپل روان سفر په ترڅ کې دا اوس اوس افغانستان ، عراق او پاکستان ته ورغلى وه. د قېرغيزستان سرپرست ولسمشر قورمان بېک باقيوف وويل چې ښاغلي رمسفېلد ته يې ډاډ ورکړى چې په هغو تړونو کې به هېڅ ډول بدلون رامنځته نشي چې شړل شوي ولسمشر عسکر اقايوف له واشنگتن سره لاسيلک کړي وه. په همد ې ترڅ کې هغه وويل چې په خپل هېواد کې د بهرني پوځ د شته والي د پراختيا لپاره کومه اړتيا نه ويني. روسيه هم بيشکيک ته نژدې يوه پوځي هډه لري. واشنگتن او ماسکو دواړه د مرکزي آسيا په دغه ستراتيژيک گوټ کې د باثباته حکومتونو د ټېنگولو اندېښنه لري. تېره مياشت د ولسمشر اقايوف ناڅاپي راپرځېدو د سيمې په نورو شاو خوا هېوادونو، چې د خوارۍ او پراخ فساد له ورته ستونزو سره مخامخ دي، د اغيزه کولو اندېښنې راپورته کړي. ښاغلي رمسفېلد قرغيزستان کې له نوي مشرتابه سره د واشنگتن ملاتړ څرگند کړ او ويې ويل چې متحده ايالتونه هغو ته د يوې عصري او سمسورې ولسواکۍ په جوړولو کې د خير هيله لري. |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||