BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 12:07 گرينويچ 2005 ,12 دسمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
عراقيان د خرابې امنيتي وضعې سره سره خوشبين دي
سروې وموندله ډير عراقيان فکر کوي چې راتلونکي څو کلونو کې به يې ژوندښه شي
سروې وموندله ډير عراقيان فکر کوي چې راتلونکي څو کلونو کې به يې ژوندښه شي
د بي بي سي په گډون د يو شميرنړيوالو سازمانونوپه غوښتنه په عراق کې يوه سروې وشوه.
سروې وموندله چې د امنيتي انديښنو سر بيره ډير وگړي راتلونکي ته خوشبين دي.

عراق کې په١٠٠ کې ٧٠ وگړو وويل چې ژوند يې ښه دى. خو نظر پوښتنې ښئ چې په ١٠٠ کې ٥٠ کسان وايي چې امنيت يې ښه نه دى.

په دغې سروې کې له ١٧٠٠ وگړو څخه بيلې پوښتنې وشوې چې ډير و يې وويل چې په هيواد کې د امريکا په مشرۍ د ښکيلاک خلاف دي.

خو لدې سره جوخت ډيرو وگړو ومنله چې غواړي بهرني ځواکونه تر هغه مهاله پوري په هيواد کې يې پاتې شي چې امنيتي حالات ښه کيږي.

د عمومي شرايطو په اړه له نيمايي څخه ډيرو وگړو هغه په زړه پوري وبلل او وويل چې د زدکړې،روغتيا،جرايمو د ژغورنې، اقتصاد او امنيت په برخو کې ښه والى راغلى دى.

د عراق د راتلونکي جوړښت په اړه په ١٠ کې ٧ وگړو وويل چې داسي عراق غواړي چې حکومت يې پياوړى وي

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت