BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 10:36 گرينويچ 2006 ,22 جنوري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
امريکايي افسر پړ وخوت

د امريکا يوپوځي افسر د اښتنو پوښتنو پرمهال د يوه عراقي جنرال د مړينې په پېښه کې په بې پروا وژنې پړ وخېژول شو.

افسر لوويس وېلشوفر د کلورادو په فورټ کارسن کې د شپږو پوځي افسرانو يوې قضايي ډلې پړ وباله. دى همدا راز په دنده کې د بې پروا لټۍ له امله هم پړ وبلل شو، خو د وژنې او بريد له تور نه سپين کړى شو.

څارنوالانو وويل: وېلشوفر په ٢٠٠٣ کال کې د اښتنو پوښتنو پر مهال د عراقي جنرال عابد حامد موحوش پر سر د خوب کڅوړه وراغوستې، خوله يې ورته پټه کړې او پرټټر ورته ناست وو.

د هغه مدافع وکيلانو استدلال کاوه چې د وېلشوفر قوماندانانو د تحقيق دغه بڼه تاييد کړې وه او جنرال موحوش د زړه له ناروغۍ مړ شوى دى. پوځي چارواکي وايي وېلشوفر ښايي کله چې سبا ورته سزا اورول کېږي، په دريو کلو بند محکوم شي.

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت