BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 12:05 گرينويچ 2005 ,30 نومبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
بوش د دفاع له وزير سره پر عراق خبرې وکړې
بوش
ولسمشر بوش وايي له عراق څخه د سرتيرو د ايستلو په برخه کې به پوځي قومندانانو ته غوږ شي .
ولسمشر بوش او د هغه د دفاع وزير دونلد رمز فيلډ په راتلونکي کال کې عراق څخه د خپلو يو شمير پوځيانود رايستلودامکان په اړه خبرې کړې دي.

دواړو په دې ټينگار کړى دى چې له ياغيانو سره په جگړې کې عراقيان هم بايد اوږه ورکړي.

دوى وويل چې دوى به د خپلو پوځي قوماندانانو په معلوماتو گام پورته کوي که هغوي ووايي چې عراقيان د امنيت مسووليت ته چمتو دي اوڅه پوځيان راستنېدى شي نو دا کار به وکړي .

ښاغلي رمز فېلډ زياته کړه عراقيان پوهيږي چې بايد د خپل هېواد واک په لاس کې واخلي چې همدا اوس يې د دۀ په وينا وخت را رسيدلى دى.

ټاکل شوې ده چې نن ( د ليندۍ ٩ د نومبر ٣٠ ) به د ورځې په وروستيو کې ښاغلى بوش په يوې وينا کې د عراق په اړه خپله ستراتېژي بيانوي . دا مهال په عراق کې ١٦٠ زره امريکايي پوځيان دېره دي.

په يوۀ بل خبر کې له عراق څخه راپورونه وايي چې د بغداد په شمال کې د بعقوبې ښار سره نژدې په يو موټر د وسله والو کسانو د ډزو له امله نهه کسان وژل شوي او دوه نور ژوبل شوي دي

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت