BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 23:04 گرينويچ 2005 ,05 نومبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د سوريې پولې ته نژدې د امريکا نوي عمليات څه غواړي ؟

عراق
امريکايي سرتيري وايي دوى عراق ته د بهرنيو اورپکو د ورننوتو مخه نيسي .
يوه امريکايي پوځي اعلامييه وايي چې د متحده ايالاتو او عراق پوځي ځواکونه له پولې سره پروت ښارحصيبه پر لوري خوځېږي.

د دوى هلته د پاڅونکو له لوري د وړو وسلو له خال خال مقاومت سره مخامخ دي ددې برسېره د سړک غاړې ښخ شوي ١٢ بمونه يې هم موندلي دي.

دوى وايي د پاڅونکو لخوا پر ورتلونکو ځواکونو د بريد له کبله يې هوايي ځواک د مرستې لپاره وربللى دى.دا د ياغيانو دټينگ مرکز سيمه گڼل کېږي.

هلته ځيني ځايي گمارل شوي څارندويان هم د پاڅونکود مرکزونو په پېژندگلو کې ورسره مرسته کوي.له اوسني اخ وډب څخه تيښتېدليو نژدې څلور سوه ملکي وگړو ته په لنډمهالې توگه له کاره وتليو کورونو کې پناه ورکړل شوي دي.

په امريکايي اعلامييه کې دوژل شويو خلکو په اړه څه نه دي ويل شوي خو دځايي اوسېدونکو له خولې رپوټونه وايي چې گڼ شمېر خلک مړه او ټپيان دي.په دې سيمه کې ډېرى اوسيدونکي سنيان دي.

په بغداد کې سني سياسي گوندونو پر روانو پوځي عملياتو نيوکې کړې ،دوى وايي چې گڼ شمېر ملکي وگړو ته به پکې تاوان اوړي.

دوى د عراق ددفاع وزير هغه خبره هم راپورته کړې چې خلکو ته يې خبرادارى ورکړى وو که يو چا هم په خپلو کورونو کې پاڅونکو ته پناه ورکړې وي نو پر سر به يې ورمات کړي.

په دې عملياتو کې درې زره پنځه سوه امريکايي او عراقي ځواکونه برخه لري چې په سيمه کې تر دا اوسه تر ټولو لوى عمليات گڼل کېږي.

ددې عملياتو موخه دا ده چې له پولې سره نژدې سيمه په ولکه کې راوړي ، امريکان په دې رسېدلي چې دغه سيمه د اورپکو يوه لويه لومړۍ پړاوگاه گرځېدلې ده چې له همدې ځاى څخه په نور عراق کې دننه پاڅونکو ته مرستې رسېږي.

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت