|
امريکا له ايران سره پر عراق خبرې کوي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
متحدو ايالاتو منلې ده چې يو لوړ پوړى چارواکى به يې له ايران سره خبرې کوي . امريکا له ايران سره ديپلوماتيکي اړيکي نه لري . په بغداد کې د متحدو ايالاتو سفارت بي بي سي ته ويلي په عراق کې به د دوى سفير زلمى خليلزاد له ايراني چارواکو سره په ډيرو محدودو مسايلو خبرې کوي چې له عراق سره تړاو لري . په بغداد کې د امريکا د سفارت يوې وياندې بي بي سي ته وويل دا ډول خبرې بې سارې نه دي بلکه پخوا هم شوې دي . وياندې وويل پخوا په کابل کې ښاغلي خليلزاد له ايراني ديپلوماتانو سره د افغانستان پر مسايلو خبرې کړې وې . هغه خبرې د افغانستان د بيا رغاونې په برخو کې وې . په بغداد کې د بي بي سي خبريال وايي د عراق په باب به د ايران او امريکا خبرې تر ډيره په عراق کې د امنيت په باب د تهران همکاري وي او په بدل کې به ايرانيان له واشنگټن څخه غواړي چې په عراق کې مېشت ايراني مخالفان وروسپاري . واشنگټن له تهران سره خپلې ديپلوماتيکې اړيکي په ١٩٧٩ کال کې هغه وخت ختمې کړې چې امريکايي ديپلوماتان په تهران کې يرغمل ونيول شول . متحد ايالات ايران هغه هيواد گڼي چې د دوى په وينا د ترهگرۍ ملاتړ کوي . دغه راز واشنگټن پر تهران دا تور لگوي چې د هستوي وسلو د جوړولو نيت لري . ايران دغه تورونه ردوي . ولسمشر بوش د عراق تر جگړې وړاندې ايران په هغه شيطاني مثلث کې بالۀ چې عراق او شمالي کوريا هم ورسره وو . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||