|
له عراقه د سرتيرو د ايستلو ايراني غوښتنه رد شوه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د ايران د بهرنيو چارو وزير منوچر متکي د عراق له سويل څخه د برتانوي سرتيرو د ايستلو غوښتنه په لبنان کې د خبرو پر وخت وکړه . دۀ وويل د عراق په سويل کې ٨٠٠٠ برتانوي سرتيري د بشري حقونو په سرغړونو تورن دي او په سيمه کې د بې ثباتۍ سبب کيږي . خو د برتانيا لومړي وزير ټوني بلير د ايران دا غوښتنه په کلکه رد کړه چې له عراق نه دې د برتانيې عسکر ووځي. هغه وويل: عسکر به تر هغو په ايران کې پاتې کېږي چې څو د ملگرو ملتو له خوا واک ورکړ شوى وي او تر هغو چې د عراق حکومت ترې د پاتې کېدو غوښتنه کوي: (( ټوني بلير وايي: زه غواړم ايرانيانو ته ووايم چې په عراق کې د برتانوي عسکرو د شتوالي په اړه د پوښتنو په راپورته کولو سره د ايران له موضوع نه د پام اړول گټه نه کوي. برتانوي عسکر د ملگرو ملتو په لارښوونه او د عراق په ملاتړ هلته ورغلي دي.)) دې جړې د ايران د اټومي پروگرام پر سر د نړيوالې ټولنې او ايران ترمنځ لانجه نوره هم ترينگلې کړې ده. ښاغلي بلير د ايران د بهرنيو چارو د وزير منوچهر متکي د وينا ځواب وايه چې ويلي يې و: برتانوي ځواکونه په بصره کې حالات بې ثباته کوي. هغه زياته کړې وه چې ايران بې له ځنډه د برتانوي عسکرو د وتلو غوښتنه کوي. ښايي ښاغلى متکي د ايران په جنوب کې د بمونو يو لړ چاودنو ته اشاره کوله چې يو شمېر وگړي په کې وژل شوي دي. ايران مخکې برتانيه له بم چوونکو سره په مرسته تورنه کړې وه. | ورسره تړلي نور خبرونه د ايران پر ضد پريکړه ليک ومنل شو04 فبروري, 2006 | خبرونه ايران خپل اټومي پروگرام له سره پيل کړ. 10 جنوري, 2006 | خبرونه امريکا له ايران سره پر عراق خبرې کوي29 نومبر, 2005 | خبرونه په ايران کې توکميز تاوتريخوالى شوى دى05 نومبر, 2005 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||