BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 11:48 گرينويچ 2006 ,10 جنوري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
ايران خپل اټومي پروگرام له سره پيل کړ.
ايران وايي د اټومي هڅو په حساسو ځايونو کې يې د ملگرو ملتو له خوا لگيدلي مهر او لاک لېرې کړي چې خپل اټومي کارونه له سره پيل کړي.
دا هغه اقدام دى چې ښايي ترينگلتيا خورا ډېره کړي.

د ايران د اټومي انرژۍ د ټولنې مرستيال مشر محمد سعيدي يوه خبري کنفرانس ته وويل چې د پلټنو په برخو کې د ملگرو ملتو له خوا لگيدلي مهر ولاک لېرې کړى شوي دي.

هغه وويل چې د هغو د لېرې کولو اجازه په ويانا کې د اټومي انرژۍ د نړيوالې ټولنې له خوا تېره شپه ورکړ شوې ده.

لا تر اوسه روښانه نده چې په دې کې به کومې اټومي سيمې راځي او ايران د کومو پلټنو د سرته رسولو هوډ لري، خو په نړۍ کې يې پراخه اندېښنه راپارولې ده.

د جرمني د بهرنيو چارو وزير گواښنه وکړه چې له ايران څخه د هغه په وينا ډېر ناوړه پيغامونه رارسېږي. له دې سره جوخت برتانيې گواښنه کړې چې د ايران دا کار د اټومي انرژۍ د نړيوالې ادارې د مشرتابه له غوښتنو څخه سرغړونه ده.

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت