|
د ايران پر ضد پريکړه ليک ومنل شو | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د اتومي انرژۍ د نړيوالې ټولنې غړيو د ايران د هستوي فعاليتونو له امله د تهران پر ضد هغه مسوده په لوى اکثريت ومنله چې د ولسمشر محمود احمدي نژاد هيواد د ممکنه بنديزونو لپاره د ملگرو ملتونو د امنيت شورا ته وړاندې کوي . د اتومي انرۍ د نړيوالې ټولنې له ٣٥ غړيو څخه ٢٧ د ايران پر ضد رايه ورکړه . دغه رايه نن ( د سلواغې ١٥ د فبروري ٤ ) په ويانا کې واچول شوه . په پاتې غړيو کې پنځو خپلې رايې ونه کارولې او درو غړيو د ايران په گټه رايه ورکړه . وړاندې داسې رپوټونه وو چې د اتومي انرژۍ د نړيولې ټولنې په يوې غونډې کې مهم غړي د يوې مسودې پر ټکو سره سلا شوي دي . د اتومي انرژۍ د نړيوالې ټولنې يوې وياندې وويل هغه اروپايي هيوادونه چې د دې مسودې ملاتړ کوي غواړي چې تر خپله وسه د ډيرو غړو ملاتړ ترلاسه کړي ځکه چې دا کار به ايران ته کلک پيغام ورکړي چې خپل مسووليتونه بايد پر ځاى کړي . د ٢٧ غړيو د ملاتړ له ترلاسه کولو سره د اروپايي هيوادونو غوښتنه پر ځاى شوې ښکاري . په جرمني کې لومړۍ وزيرې انگلا مارکيل وويل ايران به د اتومي وسلو جوړولو ته پرېنښوول شي . ايران ټينگار کوي چې د دوى اتومي پروگرام په بشپړه توگه سوله ييز دى . | ورسره تړلي نور خبرونه د اتمي انرژۍ ټولنې په ايران کې د اتمي بم لارښود موندلى18 نومبر, 2005 | خبرونه سويسي بانک ايران پرېښود22 جنوري, 2006 | خبرونه د ايران هستوي پروگرام ښايي تش پوځي نه وي12 جنوري, 2006 | خبرونه ايران خپل اټومي پروگرام له سره پيل کړ. 10 جنوري, 2006 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||