|
سويسي بانک ايران پرېښود | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د سويس تر ټولو ستر بانک يو بي ايس وايي په ايران کې خپل ټول کارونه بندوي . د بانک يوۀ وياند د سويس په رسنيو کې د دغۀ خپارۀ شوي خبر پخلى وکړ خو دا يې ونه منله چې گواکې دا پريکړه د تهران له هستوي پروگرام سره کوم تړاو لري . دغه بانک وايي دوى دې ته ورته گام په سوريې کې هم اخيستى دى . د سويس بانک يو. بي. ايس. وايي چې له ايران سره د سوداگرۍ ختمولو پرېکړه په تېر مني کې شوې وه خو عملي کېدو پورې وخت ته اړتيا لري. ايراني وگړي به نور نه په سوداگريز او نه هم په شخصي ډگر کې له دغه بانک سره اړيکې لري. د ايران د مرکزي بانک په گډون، دولتي ادارې هم په دې پرېکړه اغېزمن شوې دي. يوازې هغه ايراني وگړي چې جلا وطن دي له بانک سره د حسابونو لرلو اجازه لري. د بانک يو وياند ويلي دي د پرېکړې تر شا د پيسو او لگښتونو علتونه پراته دي. وياند دا خبره رد کړه چې گواکې د ايران د اټومي پروگرام په سر روانه لانجه د بانک په فيصله کوم اغېز لري. خو وياند دا ومنل چې د امريکا لخوا په "شيطاني محور" کې د ايران ورگډولو په پريکړې کې رول لوبولى دى. د يو. بي. اېس. وياند زياته کړه چې له سوريې سره يې هم د سوداگرۍ د کچې کمولو لپاره دغه ډول گامونه اخستي دي. دا کار د داسې گنگوسو پر وخت کيږي چې وايي کېداى شي په ايران باندې د ملگرو ملتونو لخوا بنديزونو ولگيږي. په سويس بانکونو پخوا نيوکې کېدلې چې له داسې هېوادونو يا مشرانو سره سوداگريزې اړيکې لري چې غندل کېږي. د فلپاين پخوانى ولسمشر فرډيننډ مارکوس او د زايير ولسمشر موبوټو سيکو يې دوه بېلگې دي. اوس داسې فکر کېږي چې دويم لوى سوېس بانک کرېډېټ سوېس به هم له ايران سره د خپلو سوداگريو په باب له سره غور وکړي . | ورسره تړلي نور خبرونه ايران خپل اټومي پروگرام له سره پيل کړ. 10 جنوري, 2006 | خبرونه د ايراني ولسمشر په خبرو نړيوالو نيوکې وکړې27 اکتوبر, 2005 | خبرونه احمدي نژاد: نور هېوادونه دې د ايران ننگ نه ازموې22 سپتمبر, 2005 | خبرونه ايران : د اتمي وسلو د نه خپريدا تړون نه پريږدو21 سپتمبر, 2005 | خبرونه ايران په لانجمنى ايټمې بټى کې بيا کار پيل کړ08 اگست, 2005 | خبرونه احمدي نژاد: د ايران ايټمې پروگرام به دوام ولري26 جون, 2005 | خبرونه دايران ټاکنې سخت دريځو وگټلې25 جون, 2005 | خبرونه افغانستان له ايران سره ښې اړيکي غواړي03 فبروري, 2005 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||