BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 11:34 گرينويچ 2005 ,25 جون
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
دايران ټاکنې سخت دريځو وگټلې
News image
دايران نوى ټاکل شوى ولسمشر
د ايران دټاکنو په تاريخ کې ترټولو په ستر بدلون کې د تهران سخت دريځ ښاروال محمود احمدي نژاد د ولسمشرى په ټاکنو کې وتلي بري ته رسيدلى دى .

پداسې حال کې چې ډيرې رايې شميرل شوي ، نوموړي د زړوپالو يوڅه معتدل پخواني ولسمشر اکبر هاشمي رفسنجاني ته ماتې ورکړه او د رايه ورکوونکو په سلوکې پنځه شپيته رايي يي ترلاسه کړې .

ښاغلي احمدي نژاد په ايران کې د اسلامي انقلاب په ارزښتونو ټينگار کوي او د ايران د شمتنيو د برابر ويش پلوى دى .

 دداسې معاصر پرمختللى او اسلامي ايران جوړول غواړم چې د ټولې نړى لپاره نمونه وي
محمود احمدي نژاد

محموداحمدي نژاد خپلو ملاتړکوونکو رايه ورکوونکو ته ځان د يوه ساده او سپين سړي په توگه ور پيژني چې د پښ زوى دى . خوخلک د اوسنيو واکمنو ناکامي په بي کارى ، انفلاسيون او درغلى کې گوري .

سمون پال وېره لري چې احمدي نژاد به هغه ټولنيزې ازادى له منځه يوسي چې په وروستيو اتو کلونو کې را منځ ته شوې دي .

گټونکى ولسمشر د ايران په تلويزيون وينا وکړه او زياته يې کړه چې ددې سره سره چې ټاکنې چا گټلې دي ، يووالي او اتحاد ته اړتيا ده .

ښاغلي احمدي نژاد وويل چې دداسې معاصر پرمختللى او اسلامي ايران جوړول غواړي چې د ټولې نړى لپاره به نمونه وي .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت