BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 16:23 گرينويچ 2005 ,08 اگست
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
ايران په لانجمنى ايټمې بټى کې بيا کار پيل کړ
News image
په داسې حال کې د ايټمي انرژۍ نړيواله اداره صبا بيړنۍ غونډه کوي.
د ايران لوړ ربته چاراکي وايي چې د اصفهان په ايټمې بټى کې يې کار پيل کړى دى خو په هغهو برخو کې يې لا کار نه دى پيل کړى چې د ايتمې انرجۍ نړيوالې ادارې تړلي دي.

ښايي اداره به ايران وهڅوي چې پر خپلې پريکړې بيا غور وکړي. د ايران د لوړې ملي امنيتې شوراوياند علي اغا محمدي وويل هغه سيمو ته يې لاس نه دى ور وړى چې نړيوالې ادارې تړلي دي خو په خلاصو برخو کې د يورنيو د اړلو کار پيل سوى دى.

ښاغلي اغامحمدي وويل چې د ادارې پلټونکو دپروسې د څارنې لپاره سامان الات ځاى پر ځاى کړي دي.

 ايران خپله ايټمې تگلاره سخته کړې ده او له اروپايې اتحادې سره يې د ټکر لاره اخستې ده.
د ايران د دغې گام تمه کيدله خو وخت يې ډير ارزښت لري .

صبا په ويانه کې د ايټمي انرژۍ نړيواله اداره بيړنۍ غونډه کوي، که ډپلوماټانو هيله کوله چې ايران به د گواښ او يا قانعې کولو له لاري پريکړه بدلوته اړ ايستل شي ، نو دوى غلط ثابت شوي دي.

ايران خپله ايټمې تگلاره سخته کړې ده او له اروپايې اتحادې سره يې د ټکر لاره اخستې ده. اروپايې ټولنې ويلي که ايران د يورنيمو اړول پيل کړي نو د دوو کالو راهسې روانې خبرې اتري به پايى ته ورسيږي.

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت