BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 10:17 گرينويچ 2005 ,26 جون
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
احمدي نژاد: د ايران ايټمې پروگرام به دوام ولري
News image
د اسرايلو مرستيال لومړي وزير شيمون پيرز: احمدي نژاد د ولسمشر ۍ لپاره برى به، دنړيوالې ټولنې لپاره جدې ستونزې راپورته کړي
د ايران نوي ټاکل شوي ولسمشر محمود احمدي نژاد وويلي چې د ايران ايټمې پروگرام ته به دوام ورکوي.

ښاغلي احمدي نژاد په ټاکنو کې د بري وروسته په لومړي ځل خبرې کانفرنس ته په وينا کې وويل چې ايران حق لري چې د ژوند په ټولو برخو کې سياينسي ودې ته دوام ورکړي او د ايران ايټمې پروگرام به جاري ساتي.

خو دا ده خبره هم وکړه چې له اروپا سره به خبرو اترو ته دوام ورکړي.

ښاغلي نژاد زياته کړه چې له امريکا سره اړيکې ښه کول امکان نه لري.

خو ده ژمنه وکړه چې د ايران نوى حکومت به سوليز او منځ لارى وي.

News image
احمدي نژاد بايد ژر ثابته کړي چې د ايران ايتمې پروگرام سوليز دى

د ښاغلي احمدي نژاد ټاکنې نړيوال انديښمن کړي و چې ښايى دى به د لويديځ پر ضد نور سخت دريځ غوره کړي.

بل پلوه د اسرايلو مرستيال لومړي وزير شيمون پيرز ويلي چې په ايران کې د تهران د محافظه کار ښاروال د ولسمشر ۍ لپاره برى به ، دنړيوالې ټولنې لپاره جدې ستونزې راپورته کړي.

ښاغلي پيرز وويل چې د محافظه کاره ښاروال بري معنا داده چې په ايران کې د سخت دريځو ، غير دوديزو وسلو او له لويديځ څخه گوښه توب به دوام ولري.

وړاندې اروپايې مشرانو هم وويلي و چې ښاغلى احمدي نژاد بايد ژر ثابته کړي چې د ايران ايتمې پروگرام سوليز دى. د اروپا او ايران ترمنځ خبرې اترې څو ځله دريدلي خو د اختلاف ټکى دادى چې اروپا ويره لري ايران به د يورنيومو غني کول د ايټمې بم جوړلو لپاره وکاروي.

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت