BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 11:38 گرينويچ 2006 ,12 جنوري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د ايران هستوي پروگرام ښايي تش پوځي نه وي

بليکس
د هانس بليکس له خوا مداخله د ايران پر هستوي مسالې تر جگړې وړاندې عراق سيورى غوړوي .
د ملگرو ملتونو د وسلو پخواني پلټونکي هانس بليکس له بي بي سي سره په مرکه کې ويلي نړيواله ټولنه بايد داسې ونه انگيري چې د ايران هستوي پروگرام ارو مرو پوځي دى .

د دۀ دا څرگندونې په داسې وخت کې کيږي چې د برتانيا ، فرانسې او جرمني د بهرنيو چارو وزيران سره غونډيږي او په دې فکر کوي چې د ايران له خوا پر هستوي سون توکو د څيړنې د بيا پيلولو په باب څه ډول غبرگون وښيي .

ښاغلى بليکس د عراق تر جگړې وړاندې شپو ورځو کې د بغداد د وسلو د پروگرام پر سر د استدلالونو په مرکز اوښتى و .

د دۀ له خوا مداخله هغه يادونه ده چې د ايران د هستوي مسالې په سر د عراق سيورى په بيلابيلو مختلفو ډولونو خپور دى .

لومړى خو دا چې د ايران د نيت په برخه کې د شتو شکونو لپاره د استخباراتو معلومات شته او که هسې سترگو ته خاورې اچول دي . نو د ايرانيانو له خوا انکار ته په پام سره او د عراق په برخه کې د استخباراتو ناکاميو ته په ليدو دا ځل بايد واشنگټن او نور لا ډير شکونه له مخې ليرې کړي .

له دې هم اوښتې مساله بله دا ده چې د ملگرو ملتونو د امنيت په شورا کې د عراق په باب چې څه ډول د بوش ادارې چال چلند وکړ د روسيې او چين په څير هيوادونه به هغو ته په پام سره دا ځل امنيت شورا ته د ايران د وړاندې کولو په برخه کې غور کوي .

بې له شکه چې که يو ځل دا مساله د امنيت شورا ته وړاندې شوه نو هلته به دا خبره ډيره مهمه وي . وروستۍ خبره لا دا ده چې اوس په عراق کې د ايران له خوا پر چارو د اغيز توان ښايي په ځانگړې توگه واشنگټن د تهران په وړاندې د خپلو لارو چارو په انتخاب کې دوه زړى کوي .

وار دمخه واشنگټن د ايران له انکار سره سره تهران په دې تورن کړى دى چې په عراق کې ناسمه لاسوهنه کوي . په داسې عراق کې چې لا يې هم وضعه خورا نازکه ده د ايران له خوا د څه خرابولو توان ښايي د واشنگټن له زړۀ نه وځي .

خو په دې کې هم شک نشته چې د بوش اداره او اروپايي ټولنه د ايران هستوي مسالې ته ډير جدي گوري . اوس ښايي په دې برخه کې چې څه ډول له ايران سره چلند وشي يو څه ديپلوماتيک احتياط او په نړيواله کچه توپيرونه وي .

په همدې دليل داسې ښکاري چې دا به اوږده چاره او د ديپلوماتيکو غوښتنو يوه لويه مبارزه وي . خو څرنگه چې ديپلوماتيکه نڅا په غوړيدو شي د ډيرو مهمو غاړو حسابونه به هم ورسره بدل شي .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت