BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 16:39 گرينويچ 2005 ,18 نومبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د اتمي انرژۍ ټولنې په ايران کې د اتمي بم لارښود موندلى
د ملگرو ملتونو د هستوي انرژۍ ټولنه
د ملگرو ملتونو د اتمي انرژۍ ټولنه وايي ايران بايد نوره همکاري هم وکړي .
د ملگرو ملتونو د اتومي څار اداره وايي چې د ايران له خوا ورسپارل شويو اسنادو کې د اتوم بم د جوړولو مهمې لارښوونې شاملي دي.

ايران وايي چې دوى ته دا معلومات د پاکستان د اتمي انرژۍ چلوونکي ، رسوا شوي ساينسپوه ، عبدالقدير خان ورکړي دي.

خو تهران وايي دوى ددغه لارښوونو او هداياتو لپاره غوښتنه نه وه کړې.

دا خبر د ملگرو ملتونو د اتمي انرژۍ د ټولنې له خواپه يوه رپورټ کې ورکړل شوى چې راتلونکې اوونۍ يې د ادارې د مشرانو غونډه کېدونکې ده.

په دې غونډه کې دا رايه اخيستل کېږي چې ايا ايران دخپل اتومي پروگرام پر سر د ملگرو ملتونو د امنيت شورا ته د احتمالي اقتصادي بنديز لپاره وړاندې کړي که نه.

رپورټ وايي چې ايران له دوى سره په ځينو برخه کې همکاري ښه کړې ده خو دوى وايي چې ايران بايد لا ډير څه وکړي او مرسته لا ډيره کړي .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت