|
قادري : د مخدره توکو د مبارزې تگلاره جوړه شوه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د قانون واکمني او د قاچاقو مخنيوي ، د کوکنارو د کښت نه پريښودل ، د خلکو پوهاوى ،د وړتياوو لوړول ، د سيمه ييزې همکارۍ زياتوالي ، بزگرانو ته د بديل معيشت برابرول او په نشه يي توکو د روږدو کسانو درملنه ، ددغې تگلارې مهمې برخې دي . د نشه يي توکو په وړاندې د مبارزې وزير حبيب الله قادري وايي د نړيوالو د ملاتړ د تر لاسه کولو په موخه ، دغه تگلاره به د لندن غونډې ته وړاندې شي . ښاغلي قادري له بي بي سي سره په مرکه کې هيله څرگنده کړه چې نړيوال به دغه تگلاره ومني او د هغې د پلې کيدو لپاره به مالي ژمنې هم وکړي . د نشه يي توکو په وړاندې د مبارزې وزير وايي دغه تگلاره د پنځو کلونو لپاره ده چې پلي کيدو ته ېې ٢٠٠٠ ميليونو امريکايي ډالرو ته اړتيا ده . خو دغه مرستې به په کومې لارې لگيږي ؟ په دې باور چې د افغانستان د دولت وړتياوي کمزورې دي او دولتي ادارې په فساد کې ډوبې دي ، نړيواله ټولنه زړه نه ښه کوي چې ډيري دغه مرستې د دولت له لارې ولگوي . ښاغلى قادري ، تر يوه حده دغه انديښنې مني ، خو وايي په تيرو څلورو کلونو کې د دولت وړتياوي ښې شوي دي او کولى شي چې تر ناحکومتي کورنيو او نړيوالو موسسو ، دولت دغه مرستې په اغيزمنه توگه ولگوي . د نشه يي توکو په وړاندې دمبارزې وزير ټينگار کوى چې بزگرانو ته د متبادل معيشت د برابرولو ترڅنگ به ، د نشه يي توکو د قاچاق کونکو په وړاندې هم گامونه سخت شي . پر دولت نيوکه کيږي چې په تيرو څو کلونو کې په دې کې پاتې راغلى چې په هيواد کې د کوکنار و کر چې څرنگه ېې تمه کېدله ، لږ کړي . دارنگه پر دولت له دې کبله هم نيوکې کېږې چې وې نشو کړاى چې د ځينو په وينا هغه سيمه ييز او دولتي چارواکي چې د نشه يي توکو په قاچاق کې لاس لري ، عدالت ته راوکاږي او يا لږ تر لږ ه يې له دولتي لويو څو کيو څخه گوښه کړي . افغانستان د نشه يي توکو دتوليد لوى هيواد پاتې دى . افغان ولسمشر حامد کرزي نشه يي توکي د هيواد لوى دښمن بللى او ويلي يې دي يابه نشه يي توکي له مينځه وړو او يابه دغه توکي افغانستان له مينځه وړي . دولت د نشه يي توکو په له مينځه وړلو په داسې حال کې ټينگار کوي چې د سلنيس په نوم يوې فرانسوۍ ټولنې ، پر نړيوالو غږ کړى چې په افغانستان کې د کنارو کر قانوني وگرځوي . | ورسره تړلي نور خبرونه کابل: د کوکنارو کرکيله بايد قانوني شي 22 جنوري, 2006 | خبرونه حامد کرزى: که کوکنار ختم نکړو، کوکنار به مو ختم کړي24 جنوري, 2006 | خبرونه په افغانستان کې د کوکنارو کښت کم شوى11 دسمبر, 2005 | خبرونه پۀ مخدراتو د روږدو افغانانو شمېره په ډيريدو ده03 دسمبر, 2005 | خبرونه په افغانستان کې يو ميليون کسان معتاده دي24 نومبر, 2005 | خبرونه نړيواله څيړونکې ټولنه : کوکنار دې قانوني شي22 نومبر, 2005 | خبرونه کرزى : د کوکناروکر قانون او اقتصاد دواړه کمزوري کوي 31 اکتوبر, 2005 | خبرونه کابل د اپينو د قانوني کولو وړانديز رد کړ26 سپتمبر, 2005 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||