BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 19:24 گرينويچ 2005 ,11 دسمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
په افغانستان کې د کوکنارو کښت کم شوى
کوکنار
په ۲۰۰۵م کال کې د کوکنارو په کښت کې اخته کورنۍ هم په سلو کې ۱۳ کمې شوي دي.
دافغانستان د نشه يي توکو پرضد د مبارزې وزارت او د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونوضد اداره (UNODC) د ۲۰۰۵م کال لپاره په افغانستان کې د کوکنارو د کښت د بشپړه سروې د وروستيو پايلو راپور خپور کړى دى .

ددې سروې لومړۍ لاسته راوړنې د روان کال د اګست په مياشت کي دمخه اعلان شوې وې.

د سروی وروستۍ لاسته راوړنې څرګندوي چې د ۲۰۰۴م کال په پرتله په ۲۰۰۵م کال کې د کوکنارو کښت په سلو کې ۲۱ کم شوی دی.

د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې وزير، حبيب الله قادری وويل :

(( دا د افغانستان دولت او د نړيوالو همکارانو لپاره د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې په کمپاين کې ستر برياليتوب دی. همدارنګه موږ د نشه يي توکو پر ضد مبارزې ته دوام ورکوو او هيله مند يوو چې په راتلونکي کال کې به هم ددې ناوړه پديدې پر ضد د نورو برياليتوبونووياړ ترلاسه کړو))

د راپور پر بنسټ، د کوکناروپه کښت کې له کموالي سره په ۲۰۰۵م کال کې د کوکنارو په کښت کې اخته کورنۍ هم په سلو کې ۱۳ کمې شوي دي. په اټکليزډول د افغانستان د نفوسو۲ ميليونه يا په سلوکی۸،۷ کسان د کوکناروپه کښت کې اخته دي.

په ټوليزه توګه د ترياکو د صادراتو ارزښت ۲،۷ مليارده امريکايي ډالراټکل شوي دي چې د ۲۰۰۴م کال کی د دې ارزښت ۲،۸ مليارده امريکايی ډالرو سره تقريباً يوشان دی، او دا د افغانستان د کورنيو ټولو مشروع توليداتو په سلو کې ۵۲ سره معادل دی.

د رپورټ ترمخه دې زياتره ګټه چې د ۲،۱۴ مليارده امريکايي دالره کيږی قاچاقبرانو ته روانه ده، ولی کمه ګټه يې چی په سلو کی له شلو څخه هم ټيټه (۵۶۰ مليونه امريکايي ډالره) ده، بزګرانو ته پاتی کيـږی.

سره له دی هم د ترياکو څخه لاسته راوړل شوی عايد په ټول هيواد کی د کوکنارو کرونکو کروندګرو لپاره خورا ارزښت لری.

په ۲۰۰۵م کال کی له يو هکتار ځمکې څخه د لاسته راوړل شوو ترياکو عايد ۵،۴۰۰ امريکايي ډالر په ګوته شوي دي، مګر له يوهکتار ځمکې څخه د لاسته راوړل شوو غنمو عايد ۵۵۰ امريکايي ډالر اټکل شوي دي.

 له تارياکو څخه لاسته راغلې پيسې د افغانستان د کورنيو ټولو مشروع توليداتو په سلو کې ۵۲ سره معادل دی

په افغانستان کی د نشه يي توکو او جرمونو ضد اداری مشره، اغلې ډوريس بوډنبرګ وايي، : ” اوس مهال دا يوه ننګونه (چيلنج) ده چې څنګه وکولی شو د کوکنارو په کښت کې د کموالی لاسته راوړنه په راتلونکي کال کې هم خوندي وساتلی شو. د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې تگلاره او فعاليتونه بايد دوامداره وساتل شي او هراړخيزچلند ته اړتيا لری “

د ملګرو ملتونود نشه يي توکو او جرمونو ضد اداری عمومی ريس، انتونيو ماريا کوستا وويل، ” زه د افغانستان په دولت او وګړو او په نړيواله ټولنه غږ کوم چې په چټکتيا سره په دې لار کې اغېزمن غبرګون وښيي اود سږني کال لاسته راوړنې لا زياتي کړي“

رپورټ دا خبره مني چې دغه لاسته راوړنې ښايي موقتي وي او په راتلونکي کې بيرته په بله واوړي .


ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت