BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 20:32 گرينويچ 2005 ,10 دسمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
ولسمشر کرزي افغان ميوې ته نړيوال بازار وغوښت
ميوه
د وردگو په ولايت کې بڼوالو شکايت لارۀ چې مڼو ته يې بازار نشته .
ښاغلي کرزي په کابل کې د نړيوالې ټولنې او افغان حکومت يو شمير استازو ته په غونډه کې وويل چې په روان کال کې د افغانستان د وچو ميو د صادرولو کچه لوړه وه خو دا چاره لا ډيرو مرستو ته اړتيا لري .

ولسمشر زياته کړه چې درې لسيزې وړاندې افغانستان په نړۍ کې د ميوو يو لوى صادرونکى هيواد وو .

دۀ له نړيوالو وغوښتل چې هغې کچې ته د افغانستان د بيا رسولو په لاره کې ورسره مرسته وکړي .

په غونډه کې د نړيوالې ټولنې په استازيتوب افغانستان ته د برتانيا سفير ډاډ ورکړ چې له افغانستان سره به مرستې ته دوام ورکوي .

د يادونې وړ ده چې په روان کال کې له کندهار څخه هند او د خليج يو شمير هيوادونو ته تازه ميوې وليږدول شوې خو د وردگو د ولايت بڼوالو شکايت لارۀ چې د دوى د ميوو لپاره افغان حکومت نړيوال بازار نه دى موندلى .

ښاغلي کرزي د افغانستان په هغو ولايتونو کې چې د کوکنارو د کرکيلې کچه پکې نه ده کمه شوې د لا ديرو هڅو غوښتنه هم وکړه .

دۀ د دغو ولايتونو له چارواکو وغوښتل چې له بزگرانو او سپين روبو سره خبرې وکړي او ويې هڅوي چې د نورې کرکيلې په باب فکر وکړي .

د مخدره توکيو پر ضد د مبارزې وزير حبيب الله قادري د هغو هڅو يادونه وکړه چې په دې برخه کې يې کړي دي .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت