BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 13:43 گرينويچ 2005 ,07 دسمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د بلخ په ولايت کې چارواکي کوکنار اړوي

کوکنار
په افغانستان کې اوس د بلخ په ولايت کې تر ټولو ډير کوکنار کرل کيږي .
بلخ د افغانستان د هغو درې ولايتونو څخه يو دى چې د نشيي توكو په وړاندې د مبارزې افغان او نړيوالو ټولنو په وينا تر ګردو زيات ترياك په كې توليديږي . ننګرهار او هلمند هم هغه دوه ولايتونه دي چې د چارواكو په خبره د بلخ په څېر په تېر يوه كال كې د كوكنارود توليد كچه په كې زياته شوې ده .

د نشيي توكو په وړاندې د مبارزې په لړ كې د بلخ چارواكو پريكړه كړې چې د كوكنارو كروندې به اړوي او له كروندګرو سره به يې د قانون ماتونكو په توګه چلند كوي .د بلخ ولايت يو چارواكى چې د چاربولك ولسوالۍ خلكو ته غږېده ټينګار كړى چې پرته له كوم قېد اوشرط څخه به د كوكنارو كښتونه اړوي .

د بلخ جيګ پوړي چارواكي ذبيح الله اختري چې په دغه ولايت كې د نشيي توكو په وړاندې د مبارزې د روان بهير مشري هم په غاړه لري چاربولك د بلخ ولايت له هغو څلورو ولسواليو څخه چې د نشيي توكو توليد په كې زيات دى يوه وبلله .

ښاغلي اختري چې د چاربولك ولسوالۍ په سلګونو كرونده ګرو ته غږيده ټينګار وكړ چې د كوكنارو كرنه له قانون څخه سر غړونه ده او هغه چارواكي چې په سيمه كې يې د كوكنارو د كښت په له منځه وړلو كې پاتې راشي له دندو به ګوښه كړل شي .

خو كروندګر بيا وايي چې دولت د كوكنارو د كښتونو په له منځه وړلو كې له كروندګرو سره دوه ګونى چلند كوي ، د چاربولك ولسوالۍ په يو كلي كې چې د څښاك لپاره يې هم اوبه نه درلودې د يو شمېر كروند ګرو يوې ډلې ته ورغلم چې په خپلو كې د كوكنارو د كښتونو په اړوند د دولت د غبرګون په اړه غږيدل.

ددغو كروندګرو له ډلې څخه څو تنو يې راته وويل چې دولتي چارواكي د ځنو كروندګرو د كوكنارو كښتونه له منځه بيايي او د ځينو نورو پريږدي .

دوى ټينګار وكړ چې كه دولتي چارواكي يې له دې دوه ګوني چلند څخه لاس واخلي نو دوى به هم خپل كښتونه واړوي .

د چاربولك د ولسوالۍ په مركز كې نورو كروند ګرو بيا راته وويل چې دوى دې ته حاضر دي چې دولت يې كوكنار و كښتونه واړوي خو بايد ددوى ستونزو ته هم پام وكړي .

خو چارواكي وايي چې له كوم شرط پرته غواړي چې د كوكنارو كښتونه واړوي . د بلخ پر چارواكو فشار دادى چې ولې په دې ولايت كې ددغو توكو د توليد كچه زياته شوې ده.

د بلخ والي عطا محمد نور د كوكنارو په وړاندې د مبارزې په اړه يوه تګلاره دولت ته وړاندې كړې ده

خو لا د اړوندو دولتي جيګ پوړو چارواكو غبرګون ددغې تګلارې په اړه نه دى څرګند .
د برتانيا هيواد ژمنه كړې چې كه د بلخ چارواكي په روان فصل كې د كوكنارو دكښتونو پر له منځه وړلو په بشپړ ډول لاسبري شي – نو دوى به ۲۸ مليونه امريكايي ډالره له دې ولايت سره مرسته وكړي .

سيمه ييز چارواكي وايي چې په دغه ولايت كې د كوكنارو ګرد توليد د ژمنه شوې مرستې په كچه كروندګرو ته ګټه نه كوي .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت