|
په کابل کې د مخدره توکيو پر ضد غونډه پاى ته ورسيده | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
دا جرگه گۍ په افغانستان کې د کوکنارو د کښت او د مخدره توکيو د قاچاق د مخنيوي په هيله د يوې ملي ستراتيژۍ او تگلارې د موندلو په نيت پرون ( پنجشنبه ) د ولسمشر حامد کرزي په وينا پرانيستل شوه . په نننۍ غونډه کې برخه وال د کروندگرو استازې ، واليان ، د امنيې قومندانان او بهرني دېپلوماتان و . د ورځ په پاى کې برخه والو يو پريکړه ليک ومانۀ چې ١١ مادې لري . دوى د افغان حکومت هغه ټولې پريکړې منلي چې د مخدره توکيو پر ضد يې د مبارزې لپاره کړې دي . افغان حکومت د مخدره توکيو د توليد ، د کوکنارو د کښت او قاچاق مخنيوي ته مبارزه پيل کړې ده . په نننۍ غونډه کې د افغانستان د بيلا بيلو ولايتونو واليانو ويناوې وکړې . دوى له لويه سره د ولسمشر کرزي پرونۍ خبرې تاييد کړې . خو له خپله اړخه يې هم ځينې څرگندونې لرلې او غوښتل يې چې افغان حکومت بايد په خپلو پريکړو کې جدي واوسي . د غونډې په لومړۍ ورځ افغان ولسمشر حامد کرزي ويلي و که په افغانستان کې د مخدره توکيو د توليد ستونزه حل نه شي نو نړيوال به له افغانستانه مخ واړوي . د ننگرهار والي حاجي دين محمد وړانديز وکړ چې افغان حکومت بايد په ټول هيواد کې يو ډول تگلاره پيل او عملي کړي . ښاغلي دين محمد وويل بايد په ټول افغانستان کې له بزگرانو سره يو ډول چلند وشي . د هرات والي ښاغلي خيرخواه د مخدره توکيو د قاچاق په مخنيوي کې د غښتليو پوليسو شته والى مهم وبالۀ . د بلخ والي د بهرنۍ نړۍ پر نيوکو رڼا واچوله . عطا محمد نور د برتانيا د سفير په خبرو تبصره وکړه . برتانيوي سفير ويلي و چې د لندن په کوڅو کې د خرڅېدونکو هيروينو په سلو کې ٩٥ برخه له افغانستانه ورځي . د بلخ والي وويل افغانان دا توان نه لري چې تر لندنه مخدره توکي ورسوي . دۀ وغوښتل چې نړيوال دې خپلې پولې ټينگې کړي . تر غونډې وروسته په يوۀ جلا خبري کانفرانس کې د افغانستان د کورنيو چارو وزير علي احمد جلالي وويل ، افغان حکومت به خپله تگلاره ارو مرو پلې کوي . |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||