|
کابل د اپينو د قانوني کولو وړانديز رد کړ | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په نړيواله کچه د نيشه يي توکود تگلارې د جوړلوپه برخه کې سلا کارې ادارې سېنليس په داسې حال کې په افغانستان کې د کوکنارو کر ته د قانوني بڼې ورکولو په تړاو خپل وړانديزونه مخې ته کړي چې د افغانستان دولت په راروان فصل کې په کلکه د کوکنارو د کر د مخنيوي لپاره تر پخوا ډېر سيمه ييز چارواکي تر فشار لاندې نيولي دي. کټ مټ په همدې اړه د دولت د اوسنۍ تگلارې ناکامه بلل ، د سېنليس له لورې په شاوخوا ٨٠٠ مخونو کې د تر سره شوې پلټنې يا سروې د موندنو د سر ټکى دى . سروې وايې چې د بې وزله بزگرانو د کوکنارو د کروندو اړول د يوه با ثباته او پرمختللي افغانستان د جوړولو پر ځاې يو ځل بيا دغه هيواد د بې ثباتۍ پر لور څکولى او ان د طالبانو په ولکه کې ورکولى شي. د سېنليس وړانديز دادې چې د استراليا ، فرانسې، هند او ترکيې په څير په افغانستان کې هم د کوکنارو کر ، کروندگرو ته د جواز د ورکړې له لارې په يوه قانوني اقتصاد واوړي او تر شا يې له راټوليدونکي اپين نه تر کلکې څارنې او کنټرول لاندې د مورفينو او کوديينو په نامه د دردونو تسکينوونکي درمل جوړ شي. سېنليس وايې چې په افغانستان کې نژدې ټول کروندگر له لوږې او بې وزلۍ کړېږي، په داسې حال کې چې په پرمختللو هيوادونو کې په سلو کې ٧٠ وگړي له اپينو جوړو شويو درملو ته اړ دي.
سېنليس په همدې استدلال خپل دغه وړانديز د افغانستان وږو او د لويديځ رنځورو وگړو دواړو ته يو سوغات بولي . له بل لوري په همدې تړاو يوه لويه پوښتنه او لويه انديښنه داده چې څوک به دا داډ ورکوي چې په مجاز ډول توليد شوى اپين به د قاچاق وړونکو لاسو ته نه لوېږي. خو په افغانستان کې ددغې ادارې اجراييوي مشر ايمانويل رينيرت د افغانستان پر دولت غږ کوي چې د وخت له ضايع کولو پرته د خورا وړو پروژو په بڼه د دوې د وړانديزونو تجربه کول پيل کړي : (( ددې خبرې د معلوملولو لپاره چې ايا کنټرول اغيزمن ختلى شي که نه ، د يو لړ ازميښتي پروژو پلي کول پکار دي . اوس دا د افغانستان د دولت دنده ده چې بزگرانو ته د لايسنس د ويشلو وړې پروژې مخې ته کړي او کله چې معلومه شي چې ټوليدونکى اپين د قاچاق وړونکو لاس ته نه لويږې ،نو ورپسې دې د جوازونو د ويشلو بهير وغزوي )). خو د افغانستان دولت په خپل لومړني غبرگون کې د سېنليس له لورې د تر سره شوې سروې يا پلټنې د ستاينې تر څنگ اوس مهال د مخې ته شويو وړانديزونو پلي کول ناشوني بللې دي . د نيشه يي توکو په وړاندې د مبارزي د وزارت په اعلاميه کې راغلي چې کيدى شي هر څه سرچپه وخيژي او د کنټرول شوي توليد پر ځاې يو ځل بيا په دې هيواد کې د اپينو توليد د تدريجي کميدو پر ځاې په ډيريدو شي . د وزارت وياند سيداعظم خو آن داسې بولي چې اوس پر دغه وړانديز فکر هم نشي کيداى: ((د سېنليس دغه وړانديزونه په داسې وخت کې مخې ته شوي چې د کوکنارو د کر فصل خورا لنډ دى او کېدى شي چې په دې سره ځينې بزگران له تير وتنې سره مخامخ شي او په خپل سر کوکنار وکر)) . خو ښاغلى سيداعظم وايې چي د دولت تگلاره هماغه ده چې کوکنار به اړوي او په دي اړه ټولو سيمه ييزو چارواکو او ولسي شوراگانو ته لا دمخه خبر تيا ورکړل شويده . |
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||