 |  م م وايي چې افغانستان د نړۍ دوه پردريمه برخه اپيم توليدوي | د نړۍ يو شمېر وتلو نادولتي، ټولنو خبردارى ورکړى دى چې په افغانستان کې د کوکنارو د کر ناڅاپي بندول به ناکراري رامنځ ته کړي. له شلو ډيرو دغو ټولنو د امريکې نوې د باندېنيو چارو وزيرې، کاندوليزا رايس ته د يوه پرانېستي ليک په ترڅ کې د زياتي سيمه يزي پرمختيا او بزگرانو ته د نورو بوټو د کر په کار ټينگار کړى دى. دوى وايي چې يوازې د کوکنارو د کر له منځه وړل، چې بزگرانو ته د ژوند نورې لارې چارې نه وي، دافغانستان د حکومت مخالفت پياوړى کوي. ملگرو ملتونه وايي چې افغانستان د نړۍ دوه پردريمه برخه اپيم توليدوي او بې قانونه نشه يي توکي د هغه هېواد د اقتصاد نيمايي برخه جوړوي.امرېکې ښوولې ده چې د هوايي دوا شيندلو د کار د ځنډولو سره، سره به په کروندو کې د کوکنارو د له منځه وړلو هڅو ته دوام ورکړي. |