BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 13:57 گرينويچ 2006 ,22 جنوري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
کابل: د کوکنارو کرکيله بايد قانوني شي
سينليس د کوکنارو د کرد قانوي کيدو غوښتنه بيا تکرار کړې
د سنليس شورا يا د نشه يي توکو دپاليسۍ سلاکارې ټولنې په افغانستان کې يو ځل بيا د کوکنارو دکر د قانوني گرځولوغوښتنه کړې.

دسنلېس ټولنې د وروستۍ سروې په اساس چې په کابل کې له ١٣٥ درمل پلورونکو او ډاکټرانو سره پکې مرکې تر سره شوي ښيي چې په ستره ېيمانه ناروغانو ته هغه درمل ورکوي چې مورفين او کوډين په کې کارول شوي وي.

دغې ټولنې ددوهم ځل لپاره له افغان دولت نه وغوښتل چې د کوکنارو کرته دې قانونيت ورکړي . د ټولنې په اند په دې کارسره به د افغانستان په گډون د نړۍ د څه باندې ٧٠ په سلو کې دهغو درملو د کموالى ستونزه پاي ته ورسيږي چې ترياک په کي استعماليږي .

په کابل کې دسنليس د ټولنې مرستيالې گلالۍ مومند جوړې شوې غونډې ته د ترسره شوې څيړنې په اړه معلو مات ورکړل ، او ويې ويل چې له تېر يوه کال راهيسې په همدې موضوع د افغان دولت له بېلا بيلو ادارو سره په خبرو بوخت دي .

. خو څرگنده يې کړه چې دافغانستان دولت او نړيوالې ټولنه يې رپوټ ته سترگې په لاره ده .

ولې افغان حکومت د سينليس دغه وړانديز له لومړي سره ردکړى او وايې چې دامهال د کوکنارو دکرکيلې د قانوني کولو امکان نشته .

د افغانستان د اساسى قانون په ٧ ماده کې دکوکناروکښت منع شوي . د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې د وزارت پو چارواکى عبدالخليل پيرزى وايي د نشه يي توکو پرضد دمبارزې په قانون کې هم دکوکنارو کر کيله غېر قانونې عمل بلل شوي ، او ټينگار کوي چې دامهال افغان دولت ددې امکان نه وينې چې کوکنار دې قانونې شي.

ولې په افغانستان کې د سنليس دشورا مرستياله گلالۍ وايې دکوکنارو د کر د قانوني کيدو کار او وروسته کنترول يې اسانه دي .اودولت همدا اوس ددې توان لري چې دغه پروژه پلې اوکنترول کړي

دامهال هند، تر کيه ، فرانسه او استراليا هغه هېوادونه دي چې کوکنار په کې په قانونې ډول کرل کيږې اوددغو هيوادونو بزگرانو ته دکوکنارو د کرلو لايسنس ورکړي .او ځانگړې کمپنۍ تولېد شوي ترياک اخلي او له هغه نه د درملو په جوړولو کې گټه اخلي.
اغلې مومند وايې دوي ددې پروژې په دوهم پړاو کې دي او هڅې کوي چې افغان بزگرانو ته له قانونې لارو د عايد اتو زمېنه برابره کړي خو دې وويل په دې اړه به نورې څېړنې هم ترسره کړي چې د کوکنارو د کر کېلې د قانونيت اړتيا ترې ښه په ډاگه شي

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت