BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 13:24 گرينويچ 2006 ,25 جنوري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
افغان صنعت کاران دولتي ملاتړ غواړي

صنعت
په گاونډي پاکستان کې د ټوکر جوړولو له صنعت سره دولت مرسته کوي
ډير افغان سوداگر په دې اند دي چې افغان دولت بايد دكورنيو خصوصي صنايعو ملاتړ وكړي او بهرنيو توليداتو د راليږدونې په برخه كې انډول رامنځته كړي .

په وروستيو دوه كلونو كې د افغانستان په شمالي ښار مزار شريف كې د كورنيو خصوصي پانګه والو له خوا نژدې دوه سوه توليدي فابريكي فعاله شوي دي خو چارواكي يې وايي چې يو شمير يې ځكه توليد نه لري چې دولت يې توليد ته په بازار موندنه كې مرسته نه ده كړې.

په دې فابريكو كې د خوراك د تيلو ، د پلاسټيكو ،د بوريو ، د ؤړو ، د خوراكي توكو ، د څښاك د پاكو اوبو د توليد ،كشمش پاكۍ او د ودانيزو چارو د يادونې وړ دي .كيك مزه د مزار شريف په ښار كې د بيسكيټو او د خوراكي توكو د توليد فابريكه ده .

په دې فابريكې د كمال نبي زاده شركت يو مليون امريكايي ډالره پانګه اچونه كړې ده . دې شركت پر درې نورو فابريكو چې يوه يې د څښاك د اوبو ده هم پانګه اچونه كړېده .

ددغه شركت مرستيال امان الله عزيزي وويل چې كيك مزه د شمالي ولايتونو د اړتيا په كچه د توليد وړتيا لري خو دا مهال يې توليد بازار نه لري .دى وايي هغه خوراكي توكي چې له بهر څخه د افغانستان بازارونو ته راليږدول كيږي ، ددوى د توليد لپاره يې بازار له منځه وړى دى .

د بلخ په ولايت كې څلور دولتي فابريكې هم شته ، په دې فابريكو كې د بلخ نساجۍ ، د سرې او برښنا ، د مالوچو فابريكه او سيلو راځي .خو زياتره يې توليد ځكه نه لري چې د جګړو د كلونو په اوږدو كې له كاره لويدلي دي او بنسټيزې بيا رغاونې ته اړتيا لري .

د سرې او برښنا دا فابريكه چې پنځه سوه توڼه سره په څلورويشت ساعتونو كې بايد توليد كړي دا مهال يوازې سل ټونه توليد لري . د جګړو په كلونو كې دې فابريكې ته ډير زيانونه وراوښتي دي .دغه فابريكه دا مهال نشې كولى چې د ګردو افغان كروندګرو د سرې اړتيا پوره كړې .

د بلخ ولايت د اقتصاد ريس حاجي عبدالرحمان وايي چې ددې فابريكې سسټم بايد بدل شي .
((د سرې او برښنا د بيا رغاونې په اړوند كوم ځانګړى پروګرام نشته خو غواړي چې په سيسټم كې يې بدلون راولي .دا اوسنى سيسټم د ډيرو كارګرانو شتون ته اړتيا لري او دا اقتصادي خبره نه ده .تر كوم ځايه پورې چې امكان ولري ، له فابريكې په همدې ډول ګټه اخيستل كيږي .خو په راتلونكي كې به يې سيسټم ته بدلون وركړل شي .))

ډير افغان سوداگر په دې اند دي چې افغان دولت بايد دكورنيو خصوصي صنايعو ملاتړ وكړي او بهرنيو توليداتو د راليږدونې په برخه كې انډول رامنځته كړي .

د افغانستان د سوداګرۍ وزير هدايت امين ارسلا هم د همداسې يو نظر ملاتړ وكړ .هغه په دې وروستيو كې وويل چې هڅه كوي د صادراتو او ورداتو تر منځ انډول برابر كړي .

ټاكل شوې ده چې د راتلونكي اونۍ په اوږدو كې نړيوال په لندن كې يو ځل بيا له افغانستان سره د خپلو ژمنو د پلي كولو هوكړه وكړي . ډيرى افغان سوداګر غوښتنه كوي چې په راتلونكي كې دې دغه مرستې د افغان دولت له لارې د كورنيو پانګه والو په مټ د هيواد د اقتصادي بنـسټونو د بيا رغاونې لپاره ولګول شي .

افغان صنعت كاران او پانګه وال ټينګار كوي چې نړيوال او افغان دولت بايد د لندن په كنفرانس كې د وګړو د اقتصادي ودې لپاره د په افغانستان كې توليدي پابريكو د جوړونې ملاتړ وكړي او د هغو خنډونو مخه ونيسي چې ددوى په لار كې پراته دي .

ورسره تړلي نور خبرونه
څومره بيارغاونه شوېده ؟
21 نومبر, 2005 | خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت