BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 13:44 گرينويچ 2005 ,31 دسمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
ارسلا : د نړيوالې سوداگرۍ غړيتوب ژر ترلاسه کوو
ارسلا
امين ارسلا وايي افغانستان هغه شرايط واردمخه پوره کړي چې د سوداگرۍ نړيواله ټولنه يې غواړي .
افغانستان وايي په درو کلونو کې به د نړيوالې سوداگرۍ د ټولنې غړيتوب ترلاسه کړي . دا خبره د افغانستان د سوداگرۍ وزير هدايت امين ارسلا په يوۀ خبري کانفرانس کې وکړه .

ښاغلي ارسلا چې د نړيوالې سوداگرۍ د ټولنې له کالنۍ غونډې کابل ته ستون شوى هيله وښووله چې د دغه غړيتوب په مټ به په افغانستان کې نړيوالو پانگونو ته لاره پرانيستل شي .

د سوداگرۍ د نړيوالې ټولنې يو مهم شرط د هيوادونو د سوداگرۍ د قوانينو اصلاحات دي . د چين او سعودي عربستان په څير هيوادونو د دغې ټولنې غړيتوب ته لس کاله هلې ځلې وکړې .

د سوداگرۍ وزير هدايت امېن ارسلا وويل سږ کال په لومړي ځل افغانستان د سوداگرۍ دنړيوال ټولنې په غونډه کې گډون درلود چې په دې وروستيو کې په هانگ کانگ کې وشوه .

ښاغلى ارسلا وايي دوى چټکې هڅې کوي چې دنړېوالې سوداگرۍ د ټولنې غړېتوب ژرترژره ترلاسه کړي . دۀ وويل په همدې موخه د افغانستان د سوداگرۍ په قانون کې هم ځيني اصلاحات کيدونکي دي .

ښاغلي ارسلا وويل (( د افغانستان سوداگريز شرايط واردمخه د سوداگرۍ د نړيوالې ټولنې له غوښتنو سره سم دي . نړيوالې مرستې او همکارۍ هم د غړيتوب په ترلاسه کولو کې مهمه ونډه لرلى شي . ))

د سوداگرۍ وزير وويل نورو هېوادونو تر خورا ډيرو هلو ځلو وروسته دغه غړېتوب ترلا سه کړى خو له افغانستان سره د متحدو ايالاتو ملاتړ شته او کېداي شي چې د دوى وړاندېز ژر ومنل شې.

افغانستان به د دې ټولنې د غړيتوب له ترلاسه کولو وروسته وکولاې شي دسوداگرۍ او پانگې اچونې په ډگر کې د نړيوالو پام ورخپل کړي .

د سوداگرۍ نړېوال سازمان نژدې ١٥٠غړي لري او څه باندې ٢٠ نورهيوادونه دا مهال د دې ټولنې د غړېتوب لپاره هڅې کوي .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت