|
د سوداگرۍ نړيوالې ټولنې ته سعودي ومنل شو | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د جمعې په ورځ ( لړم ٦ د اکتوبر ٢٧ )د سوداگرۍ د نړيوالې ادارې په مرکز جينيوا کې دغې ټولنې ته د سعودي عربستان د غړيتوب غوښتنه ومنل شوه . په دغۀ غوښتنليک دولس کاله خبرې اترې وشوې . د غړيتوب تر ترلاسه کولو وروسته به سعودي عربستان له نورې نړۍ سره لا ډيرې سوداگريزې معاملې ولرلى شي . کوم هيوادونه چې د سوداگرۍ د نړيوالې ادارې غړيتوب غواړي دې ته اړ دي چې د نورو غړيو له خوا ومنل شي د دې مانا دا ده چې له مهمو غړيو سره بايد تر ډيره خبرې اترې وشي . د سعودي عربستان په برخه کې د رياض حکومت اړ ووچې په ځانگړې توگه متحد ايالات او اروپايي ټولنه او له لويه سره نورې غاړې په دې قانع کړي چې اوس د دوى اقتصاد نړيوالې سوداگرۍ ته پرانيستى دى حال دا چې په دوديزه توگه داسې نه وي . لويديځ ځواکونه لېواله وو چې د سعودي عربستان مالي څانگوته لاره ومومي . د سعودي عربستان د تيلو سترې شتمنۍ په دې مانا دي چې بانکونو او د بيمې شرکتونو ته خورا ډيرې موقعې شته . د سعودي عربستان د غړيتوب په برخه کې خبرې اترې ډيرې پېچلې وې . د دې کار دليل تر يوۀ ځايه له اسلامي قانون سره سم د سود ورکړه وه . د خبرو اترو په لومړنيو پړاونو کې سعودي عربستان اندېښمن وو چې ځينو هغو توليداتو ته اجازه ورکړي چې د مذهبي دلايلو له امله پرې بنديز لگيدلى دى د سارې په توگه الکوليک څښاک ، بې پردې تصويرونه او د خوگ غوښه . خو سعودي د سوداگرۍ د نړيوالې ادارې د هغو قوانينو ترمخه ځانته لار پيدا کولى شي چې وايي ځينې توکي د ولس د مورال ساتنې لپاره منع کولى شي . له اسراييل سره سوداگري يوه بله ستونزمنه مساله ده . په عمل کې داسې ښکاري چې سعودي عربستان به لا هم له اسراييلو سره مخامخ سود سودا نه کوي . خو اوس يې منلې ده چې پر هغو بهرنيو خلکو او شرکتونو به بنديز نه لگوي چې له اسراييلو سره سود سودا کوي . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||