|
افغانستان د WTO غړيتوب ته هڅې پيل کړې | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان د ولسمشر لوړ پوړي سلاکار او د افغانستان د سوداگرۍ وزير هدايت امين ارسلا وايي چې افغانستان به د نړۍ د سوداگرۍ سازمان د غړيتوب په ترلاسه کولو سره ، د نړيوالې سوداگرۍ او پانگو نې په برخه کې له پراخو اقتصادي امکاناتو څخه بر خمن شي . خو وا يې چې په تېرو دريو کلونو کې د سوداگرۍ او پانگه اچونې په برخو کې په ځينو قانونو کې د سمونونو د رامينځته کېدو سره سره ، بايد چې په دې موخه ، ډېر څه نور هم وشي . دده په وېنا ، د نړۍ د سوداگرۍ سازمان په غړيتوب سره به ، افغانستان دا شو نتيا ترلاسه کړي چې په ښو شرايطو پر وارداتو سربيره ، د نړۍ بېلابېلو بازارونو ته خپل سوداگرېز توکي هم صادر کړي . خو د چارو د کار پوهانو په وينا، بايد هڅه وشي چې د هيواد د صادراتو د کچې د لوړولو لپاره ، په افغانستان کې صادراتي توکي د نړيوال ستاندرد له معيارونو سر ه برابر توليد شي . بل لورته ، د افغانستان داقتصاد وزير محمد امين فرهنگ باور ښيې چې افغانستان د منځنۍ او سويلي آسيا تر منځ د ترانزيتي لارې د جغرافيايي ارزښت په درلودلو سره ، د دبلېو ټي او د سازمان د غړيتوب په ترلاسه کولو سره ، په سيمه او نړۍ کې به د سوداگرۍ په پر مختيا کې مهم رول ولوبوي . د چارو کار پوهان هم ورته نظر لري . د کابل پو هنتون د اقتصاد د پو هنځي استاد حميد الله فاروقي وايي که چيرې افغانستان د نړۍ د سوداگرۍ د سازمان غړيتوب ترلاسه کړي ، نو په وينا يې چې ټول هغه خنډونه چې د نړيوالې سوداگرۍ په برخه کې دامهال د افغانستان په وړاندې شته ، له مېنځه و لاړ شي . خو پوښتنه داده چې افغانستان به په څومره وخت کې ددغه سازمان غړيتوب ترلاسه کړي . ځکه د غوښتنو سره سره ، د سعودي عربستان په څېر ځيني هيوادونه ، د١٠کلونو په اوږدو کې ددغه سازما ن په غړيتوب منل شوي دي . د دبليو ټي او د سازمان د سکرتر جنرال مرستيا ل ، اجيندرو جرا ، دا د هغو سمونونو په چټکتيا پورې تړي چې په سازمان کې دمنل کېدو لپاره بايد چې په افغانستان کې رامېنځته شي ، خو ټېنگار کوي چې افغانستان ته به دغه لاره ډېره ستونزمنه نه وي . د نړۍ ١٤٨ هېوادونه دا مهال ، د دبليو ټې او غړي دي چې افغانستان په کې اوس يوازې څارونکى دى . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||