BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 20:46 گرينويچ 2005 ,11 دسمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
افريقايانو سرمشريزې ته ٣ ميليونه لاسليکونه ټول کړي
مالوچ
افريقا د ټولې نړۍ د مالوچو پنځمه برخه توليدوي .
په افريقا کې مالوچ توليدونکي وايي دوى پر يوۀ ليک د نژدې درې ميليونه افريقايانو لاسليکونه ټول کړي چې په هانگ کانگ کې به يې د نړيوالې سوداگريزې ټولنې په سرمشريزه کې وړاندې کوي دغه سرمشريزه په روانه اوونۍ کې پيليدونکې ده .

دغه ليک په پرمختلليو هيوادونو کې د مالوچو توليدونکو ته د سبسديو د ختميدو غوښتنه کوي دوى وايي دا کار عادلانه نه دى او د افريقا لپاره يې بازار خراب کړى دى .

د افريقا د مالوچو د توليدونکو ټولنې مشر فيدريک ترورې وويل د افريقا له ٣٠ هم د ډيرو هيوادونو دوه ميليونه اووه سوه زره کسانو په دغۀ ليک لاسليک کړى دى .

افريقايي هيوادونه د نړۍ د ټولو مالوچو پنځمه برخه توليدوي چې له هغو نه لاسته ورغلې پيسې ورته خورا مهمې دي .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت