BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 00:36 گرينويچ 2005 ,05 نومبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
پنبه توليدونکي هيوادونه سره غونډيږي
بزگران
افريقايي هيوادونه وايي دوى خپلو بزگرانو ته سبسډي نه ورکوي نور دې يې هم نه ورکوي .
د افريقا ، کرابين او پاسيفيک هيوادونو مالوچ توليدونکي د توگيليس هيواد په پلازمېنه لومى کې په غونډه بوخت دي او دا گوري چې په هانک گانک کې به د دسمبر په ميات کې د نړيوالې سوداگرۍ په غونډه کې کوم دريځ خپلوي .

د بورکينا فاسو پلاوي موسى نبي بي بي سي ته وويل د دۀ په نظر د سوداگرۍ د نړيوالې ټولنې له تيرې غونډې راهيسته چې دوه کاله وړاندې په مکسيکو کې وه د مالوچ توليدونکو هيوادونو لپاره د سوداگرۍ په برخه کې هيڅ پرمختگ نه دى شوى .

دۀ وويل ډيرې غونډې شوي خو کومه پخه پريکړه پکې نه ده شوې . موسى نبي وويل افريقايي مالوچ توليدونکي د صادراتو د سبسديو ختميدۀ غواړي .

دۀ وويل د افريقا ،. کرابين او پاسفيک هيوادونه نه غواړي چې خپلو بزگرانو ته سبسډۍ ورکړي ، دوى له شتمنو هيوادونو غواړي چې د سوداگرۍ د نړيوالې ټولنې له قوانينو سره سم هغوى هم خپلو بزگرانو ته سبسډۍ ورنه کړي .

بل پلو د اروپايي ټولنې د سوداگرۍ کمشنر پيټر منډلسن ويلي راتلونکې اوونۍ به د سوداگرۍ د نړيوالې ټولنې له مهمو غړيو سره خبرې اترې به په دې مهمې وي چې په دسمبر کې به د سوداگريزو خبرو اترو د بل پړاو پايله معلومه کړي .

ښاغلي منډلسن وويل که چيرې د دوحې سوداگريز تړون پرمختگ کوي نو د دې اړتيا شته چې په خبرو اترو کې ټولې غاړې له څه تيريدو ته چمتو وي .

دۀ وړانديز وکړ چې ټولې غاړې دې د دۀ په وينا له وړو خبرو تير او لوى تصوير وگوري چې په هغو کې د کار او توليد سيکتورونه هم شامل دي او دغه راز د کرهڼې اوواردولو محصول پکې شته چې د لانجې تر ټولو مهمه برخه ده .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت