BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 12:18 گرينويچ 2005 ,22 دسمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
م.م: ٧٠%افغانان د بيوزلۍ ژوند کوي

افغان استوگن
کارپوهان وايي پخواني دودونه هغه ځنځېر دى چې افغانستان ېي له پخوا تراوسه د وروسته پاتې والي په کنډواله کې تړلى
د ملگرود بشري پرمختگ رپوټ ښيې چې افغانستان له وروسته پاتې والي څخه دراوتلو په حال کې دى خو لا ستر واټن په مخ کې لري .

دافغانستان د وروسته پاتې والي په اړه د افغانانو نظرونه سره وېشلي دي يو شمېر يې وايي د پخوا په پرتله يې په ژوند کې کوم مثبت بدلون نه دى راغلى .

ددغه رپوټ ليکوال وايې د افغانستان په هره برخه کې له گاونډېو هېوادونو څخه وروسته پاتې دى او دهغو کچې ته د رسېدو لپاره لس تر پنځلس کا لو ته اړتېا شته.

خو ورسته پاتې والى څه ته وايې؟ او افغانستان او س په کومه کچه کې دى ؟

 ورسته پاتې والى نه ېوازې د اقتصاد له مخې تعرېفېږي بلکه روغتېاېي ،فرهنگي ،ښوونېزې او داسې نورې اسانتېاوى هم په پوره توگه په پام کې نېول کېږي.
عمر زاخيل وال

په نړيواله کچه افغانستان له وروسته پاتې هېوادونو څخه گڼل کېږي .خلک وايي دافغانستان د ورسته پاتې والې لاملونه کم نه دي.ځېنې ېې تېرې جگړې او ځيني ېې د اساسي او بنسټيزو پلانو نو نشتوالي گڼې.

خو په افغانستان کې د پانگې اچونې څخه د ملا تړ د ادارې يا ايسا مشر عمر زا خيلوال وايي تر جگړې وړاندى هم افغانستان هغومره پرمختللى نه وو.

په افغانستان کې د بشري پر مختگ د رپوټ ليکونکى عمر زاخېلوال وايي ورسته پاتې والى نه ېوازې د اقتصاد له مخې تعرېفېږي بلکه روغتېاېي ،فرهنگي ،ښوونېزې او داسې نورې اسانتېاوى هم په پوره توگه په پام کې نېول کېږي.

هغه وايي افغانستان له خپل جغرافياېي موقعيت نه ښه گټه نه ده پورته کړې او ډېر کله د سترو قدرتونو دگټو ښکا ر شوى چې له کبله ېې د افغانستان دوروسته پاتې والي سبب شوى ځکه حکو متونو خپل پلانونه په بيلا بېلو برخو کې نه شواى عملي کولاى .

د پو هنې دوزارت مرستيال صديق پتمن وايي په تېر وخت کې پردې سربېره تل په خپل منځ کې دواک پرسر شخړې وې پر مختگ او وروسته پاتې والى د وخت له افغان چارواکو هېر وو.

نړيوال وجهي صندوق په تېر ېو کال کې د افغانستان له اقتصادي پرمختگ څخه ستاېنه کړې او هېله لري چې د افغانستان اقتصاد په راتلونکى کال کې هم ورته پرمختگ ولري.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د پارلمان لومړنۍ غونډې ته په خپله وينا کې وويل په تېرو څلورو کلونو کې افغانستان ډېر پرمختگ کړى او دافغانانو ژوند دښه کېدو په حال کې دى .

ښاغلى کرزى وايي په ١٣٨١ لمريز کال کې افغانستان ٢٩% ،په ١٣٨٢ ل کال کې ١٨%، په ١٣٨٣ کې ٨% اقتصادي پرمختگ درلوده او هېله ېې وکړه چې په ١٣٨٤ کال کې به د هيواد وده ١٣% وي.

ولسمشر کرزى وايي د هېواد دپرمختگ لپاره ېې لازم پلانونه په کار اچولي او د دولت بهرنى سېاست يې د هېواد پرملي گټو ولاړدى.

 په تېرو څلورو کلونو کې افغانستان ډېر پرمختگ کړى او دافغانانو ژوند دښه کېدو په حال کې دى .
ولسمشر کرزى

د ملگرو ملتونو د بشري پر مختگ وروستى رپوټ د افغانستان په پر مختگ کې ښه والى ښيي خو زياتوي چې لاهم ٧٠% افغانان په ډيرې بې وزلۍ کې ژوند کوي . رپوټ وايي چې ژر ترژره باېد خلکو ته کارونه پيدا شي .

د اقتصاد دوزارت مرستېال نذير احمد شهيدي وايي افغانستان په وچه کې پروت هېواد دى هڅه کيږي چې ځوانانو ته کارونه پېدا شي خودا کار دومره آسانه هم نه دي کافي وخت ته اړتيا لري.

دافغانستان د وروسته پاتې والي لاملونه ډير دي خوکار پوهان وايي پخواني دودونه هغه ځنځېر دى چې افغانستان ېي له پخوا تراوسه د وروسته پاتې والي په کنډواله کې تړلى.

دملگرو ملتو نو د بشرې پر مختگ رپوټ وايي په افغانستان کې ډير کم خلک ليکل او لوستل کولاى شي او په کار پوه مسلکي کسان خو پکې بېخي کم دي .

ښاغلى پتمن وايي د گا ونډيو هېوادو څخه افغانستان نېم په نيمه وروسته پاتې دى . په اېران کې ٦٠% او په پاکستان کې ٥٠% وگړي ليک لوست کولاي شي .

 په تېر وخت کې افغانان په خپل منځ کې دواک پرسر`پر شخړوبوخت وو پر مختگ او وروسته پاتې والى د وخت له افغان چارواکو هېر وو.
صديق پتمن

په افغانستان کې د بشري پر مختگ دغه نوى رپوټ دا هم ښيي چې په دغه هيواد کې دوگړو منځنى عمر ٤٤ کا له دئ او له گا ونډيو هېوادونو څخه شل کاله کم دى.

ولسمشر کرزى وايي چې د افغانستان له مهم موقعيت نه به گټه واخلو او افغانستان به څو کاله وروسته په ډيرو برخو کې په خپلو پښو ولاړ وي .

د ملگرو ملتونو دبشري پراختيا درپوټ ليکوال عمر زاخېلوال وايي اوس د بشري پرمختيا له مخې افغانستان د نړۍ له١٨٧ هېوادونو څخه په ١٧٣ يمه درجه کې راځي اوله وروستېو هېوادونو څخه گڼل کېږي چې لس ترپنځلس کاله وروسته به د گاونډېو هېوادونو کچې ته ورسيږي.

خو وروسته پاتې والى داسې موضوع نه ده چې په لنډه موده کې دې دهغه اغېزې له مېنځه ولاړې شي خو هغه څه چې په دې برخه کې مهم دي دد ولت او نړيوالې تولنې لخوا د افغانستان د پرمختگ د لارو چارو لپاره د اوږد مهالو او اغيزمنوپلانونو جوړول اوپلې کول دي.

تر دې مهاله رافغانستان په بېا رغاونه څه باندې ٨٠٠٠ ميليونه ډالره لگېدلي او په راتلونکې مياشت کې به افغان دولت د لندن په کنفرانس کې نړېوالې ټولنې ته دافغانستان د پرمختگ په برخه کې د شويو کارونو په اړه رپوټ ورکړي او دنورو مرستو دراجلبولوهڅه به وکړي .


ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت