BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 20:20 گرينويچ 2005 ,08 اکتوبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د منځنۍ اسيا او افغانستان پولې سود سودا ته پرانيستل شوي

د ازبکستان بزگران وايي افغان سوداگر ښې پيسې ورکوي .
د يورو اسيا فاونډېشن په نامۀ امريکايي ټولنه وايي په دې وروستيو مياشتو کې د ازبکستان په سويل کې بزگرانو او وړو سوداگرو افغانستان ته د صادراتو يو نوى بازار پرانيستى دى .

دا کار تر ډيره د وړو مالونو د بدلونو د يوۀ دفتر په مټ شوى دى چې په سرحدي ښارگوتي ترميز کې د يورواسيا فاونډېشن په مالي مرسته جوړ شوى دى .

دا چاره پېرونکي او پلورونکي سره په تماس کې کوي او د ازبکستان له بې وزلو بزگرانو سره مرسته کوي چې د خپلو مالونو د صادرولو لپاره پېچلي کاغذي چاري بشپړې کړي .

د افغانستان په شمال کې لوى ښار مزار شريف له تمريز څخه د پولې پورې غاړې په لنډ مزلۀ کې پروت دى او اوس د افغانستان اقتصاد ښه په زور وده کوي د دې ودې دليل سوله او د بهرنيو مالي مرستې او ادارې دي .

د ډيرو توکو افغان اخيستونکي شيدې ، پياز ، ممپلي او د ودانيو جوړولو لپاره توکي د بازار په بيه له ازبکستانه اخلي . ازبک بزگران وايي ځايي سوداگر ورته ډيرې لږ پيسې ورکوي چې گټه نه ورپاتې کيږي خو له افغانستان سره سوداگري ورته ډيرې پيسې جوړوي .

يوه ستونزه دا ده چې عمومآ افغان سوداگر په نغدو پيسو سود سودا کوي ځکه چې لا په افغانستان کې بانکونه لږ دي خو د ازبکستان قوانين غوښتنه لري چې د دولت له خوا کنتروليدونکي بانکونه بايد د صادريدونکو توکيو پيسې له يوۀ لاسه بل ته وسپاري .

په گڼ شمير امنيتي ځواکونو ساتل شوې پوله چې يو وخت يې پخوانى شوروي اتحاد د افغانستان په مخ تړلى و اوس د سود سودا او توکيو د راکړې ورکړې لپاره ډيره پرانيستې ده .

په پوله باندې د سين دپاسه يوازينى پل د ترميز په څنډو کې دى خو اوس له گاونډي تاجيکستان څخه يو شمير واړۀ پلونه افغانستان ته جوړ شوي دي .

شننونکي وايي د پخواني شوروي اتحاد د پولو سرانيستل به مرسته وکړي چې افغانستان له منځنۍ اسيا ، سويلي اسيا او ايران سره يو ځاى کړي چې ورسره به د سيمې اقتصاد او ثبات ښه شي .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت