|
په افغانستان کې ډير لوستي کسان کار نه لري | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د ه چې وريجې راغوښتې وې له قاشوغې سره يې په ډيرو ستونزو خوړلې ځكه لاسونه يې په ګاډي كې د ډبرو د بارولو له كبله چې د كوم سرايي د جوړلو لپاره راليږدول كېدې . او ده ورسره د روزمزد په توګه كار كړى و ، تڼاكې تڼاكې و ، له همدې كبله يې د څو ورځو راهيسې د ډبرو كار پريښى و. دى اوس په ښار كې پر ريړۍ تازه ميوه او خټكي خرڅوي ،ډير لږ خلك له ده ميوه او خټكي اخلي ځكه ځمکه وال او بڼوال دغه توكي بازار ته پريمانه راوړي او په ډيره ارزانه بيه يې خرڅوي . كله چې د فرهاد د ريړۍ ميوه خرڅه نه شي نو پر ده تاوان شي ، بيا دى مزدورۍ پسې وځي او هر سهار د چوك پر سر له نورو سلګونو بې روزګاره خلكو سره په دې تمه ولاړ وي چې كه څوك يې د يوې ورځې لپاره په كار وګماري خو دا چانس هم ډير لږ دده په برخه كيږي ځكه د سلګونو نورو بي روزګارانو تر منځ ده ته د ډيرو لږو هغو خلكو پام كيږي چې د كورونو ، سرايونو او ډيرپوړيزو ودانيو لپاره هره ورځ كارګران ګماري . كه هر سهار پنځه بجې تاسو د افغانستان په لويو ښارونو كې مشخصې څلور لارې ته ورشئ په سلګونو بې روزګاره خلك به ووينئ چې ستاسې شاوخوا راټوليږي او هر يو يې بيل بيل درنه غواړي چې كار ته يې بوځې ، خو نيك مرغه په كې يو يا دوه كسان وي نور يې له ساتونو انتظار څخه وروسته نهيلي بيرته خپلو كورنو ته ستنيږي. په دې ډول خلكوكې د فرهاد په څير ډير لوستي او د لوړو زده كړو خاوندان هم موندل كيږي او ډير چې ادارو په ادارو ګرځيدلي دي او چا په دندو نه دي ګمارلي په همدې ورځينۍ مزدورۍ هم شكر باسي ، خو يو شمير بيا هغه راستانه شوي كډوال دي چې په دې وروستيو كې له ګاونډيو هيوادونو څخه راغلي دي ، او دا ډول خلك بيا د سر پنا دنه لرلو د ستونزې سر بيره له بي روزګارۍ څخه هم ډير سخت ځوريږي . ۲۸ كلن فرهاد انجينري ويلې ده ،او په انګليسي ژبه هم پوهيږي . ده په دې تمه دا هرڅه لوستل چې كله فارغ شي د كورني د يواځيني ګټونكي په توګه به خپل ژوند ښه كړي . دا ارمان يې لا تر سره شوي نه دي ، خو نهيلى خامخا دى ځكه په نادولتي موسيسو او دولتي هغو كې تر ډيره له پوهې او وړتيا څخه خپلوي او د ملګرتيا اړيكي ژر كولى شي چې د كار د موندلو چانس دركړي . د كارد نه موندلو د ستونزې يو لامل ښايي دا هم وي چې زيات شمير بهرنيان په افغانستان كې د بيارغاونې په چارو كې كار كوي. د سرك جوړونې تركۍ ، چينايي او كه كوريايي كمپنۍ دي هم زياتره كارګران يې د اړوندو هيوادونو وګړي دي ، ډير كم افغانان په دې موسيسو كې كار كوي . د جيګ پوړيزو ودانيو په چارو كې بيا زياتره له پاكستاني كارګرانو څخه ګټه اخيستل كيږي . |
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||