|
معلولان د معاشونو لوړېدل غواړي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په لسگونو هغو معلولانو چې په افغانستان کې د دريو لسيزو د جگړو قربانيان دي ، د کابل په ښار کې د اړوند وزارت په وړاندې په لاريون لاس پورې کړ. د دغو معلولانو شمير د ورځې په اوږدو کې سلگونو تنو ته ورسيد او له غرمې ورسته يې هم د ښار ځينې واټونه تړلي وو. مظاهره کوونکو پر هغو اسانتياوو چې د شهيدانو او معلولانو د وزارت له لوري په تيرو دريو کلونو کې دوى ته ورکړل شوي ، نېوکې کولې او هغه يې ناڅيزه بللې . په همدې ترڅ کې دوې له دندې څخه د شهيدانو او معلولانو د اوسني وزير گوښه کيدل غوښتل . ټينگار يې په دې وو چې پخپله د معلولانو له مينځه دې يو وزير وټاکل شي. دوى استدلال کاوه چې دغه راز يو وزير به د دوى دردونه او اړتياوې په ښه توگه احساس کړى شي . لاريون کوونکو د شهيدانو او معلولانو د وزارت چارواکي پر بډو اخيستو هم تورن کړل . گڼو لاريون کوونکو ويل چې دوى ته دولت يوازې ٣٠٠ افغانۍ د مياشتنۍ تنخوا په ډول ورکوي . دا د دوى په وينا دومره ناڅيزه پيسې دي چې دوى د تلو راتلو کرايه يې هم نه کېږي. دولت معلولانو ته په دې وروستيو کې د کور جوړولو لپاره په کابل کې ځمکه بېله کړې، خو دوى وايي چې د جوړولو لپاره يې مالي اعتبارونو ته اړتيا لري. د مظاهره کونکو د غوښتنو او نيوکو په اړه د اړوند وزارت دچارواکو غبرگون تر لاسه له ډېرو هڅو سره سره تر لاسه نشو، خو هغو معيوبانو چې په مظاهره کې يې گډون درلود ، د ورځې په وروستيو کې بى بى سى ته وويل چې د افغانستان ولسمشر حامد کرزي ددوى استازي وربللي او هيله يې وښوده چې حکومت به يې غوښتنو ته غوږ کيږدي . خوچارواکو لا هم خبري رسنيو ته له دغو استازو سره د خبرو پايلې ندي ډاگيزه کړې . له بل لوري د کندز په ولايت کې هم په لسگونو معلولانو په ورته مظاهرو لاس پورې کړې وو . محمد برات چې په دغه ولايت کې د معلو لانو د ټولنې مشري کوي او د نننۍ مظاهرې سمبالوونکى وو بى بى سى ته وويل چې که غوښتنې يې ونه منل شي نو مظاهرو ته به دوام ورکړي. دا لومړى ځل ندى چې د افغانستان د کورنيو جگړو معلولان د مظاهرو په ترڅ کې د افغانستان پر حکومتي چارواکو په تيره بيار پر اړوندوزارت نيوکې کوي، خو ظاهرا داسې ښکاري چې دغه ډول مظاهرو او نيوکو لا تر دا مهاله د دوى د ستونزو په اوارولو کې کوم څرگند رول ندى لوبولى . |
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||