|
اروپايي ټولنه به يو ميليارد ډالره وسپموي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
دا گام به د کال يو ميليارد ډالره وسپموي د دغو پيسو يوه برخه به د سيگريټ نه څکولو پر هلو ځلو لگيږي . دا رايه د اروپا د پارلمان يوې غړې نينا جيل د سيگريټ نه څکولو پر ضد د منډې ترړې وهونکو يو برى وبالۀ . د بودجې د کمېټې له خوا دا پريکړه به د روانې مېاشتې په پاى کې د اروپايي پارلمان ټولو غړو ته وړاندې کيږي خو وروستۍ خبره به د غړيو هيوادونو وي . پر اروپايي ټولنې له ډيره وخته دا نيوکې کيدې چې د سيگريټ نه څکولو پر منډو ترړو يې پيسې لگولې خو د تمباکو بزگرانو ته يې سبسډي هم ورکوله . د سبسدي د کمولو دا وړانديز به د اروپايي ټولنې د ځينو تر ټولو بې وزلو سيمو په کروندگرو اغيز وکړي . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||