|
٢٤ نوې پروژې په ٨ ولايتونو کې | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان د کليو د پراختېا وزارت له ځينو کورنيو ودانيزو شرکتونو سره د يوه تړون په ترڅ کې ددغه هېواد په ٨ ولاېتونو کې د څلرويشتو رغاونېزو پروژ و د پلي کولو ژمنه ورکړه . وزېر محمد حنېف اتمر په ېوه خبري کنفرانس کې اعلان وکړ چې ددغو پروژو په لړ کې به ١١ ښوونځي او ډېرې دولتى ودانۍ او واټونه جوړ شى . وزير وويل هڅه کوي چې ددغه ډول پروژو د عملى کولو لار په هغو ولايتونو کې هواره شي چې له اقتصادي پلوه وروسته پاتې دي. دده په وينا دا پروژې په ارزگان ، غور ، بدخشان ، هلمند ، کابل ، پکتيا ،کاپيسا او داى کندي ولايتونو کې پلې کيږي .
په اتو ولايتونو کې ددغو څلرويشتو پروژو د پلي کولو لگښت پنځه مليونه امريکايي ډالر اټکل شوي دى . د کليو د پراختيا وزارت دا مهال د افغانستان د ٣٤ ولايتونو په ١٧٠ ولسواليو کې د ملي پيوستون د بهير په ترڅ کې د بيارغاونې د ١٣٠٠٠ پروژو د پلي کولو په حال کې دى . ددې پروژو لگښت دوه سوه پنځوس ميليونه امريکايي ډالر ښودل شوي دي . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||